ترهګرو د سوریې په شمال لویدیځ سیمو بریدونه وکړل
Jun 30, 2020 09:37 Asia/Kabul
فارس خبري اژانس وايي جبهه النصره ترهګرې ډلې د سوریې په شمال لویدیځ کښې د ادلب او د لاذقیه ولایتونو په یوشمیر سیمو حملې وکړې .
په سوریې کښې د روسیې دفاع وزارت ته اړونده د حمیمیم هوايي اډې مشر الکساندر شربیتسکي نن وویل د جبهه النصره ترهګرې ډلې په تیرو څو ورځو کښې دوه (۲) ځله په ادلب ولایت کښې په څو ښارګیو او په لاذقیه ولایت کښې په ځینو سیمو درې (۳) ځله حملې وکړې .
په عین حال کښې د سوریې په شمال ختیځ کښې د سوریې په الحسکه ولایت کښې په قامشلي ښار کښې یوشمیر خلکو په اعتراضیه غونډو جوړولو سره له دغو سیمو څخه د ترکیې د پوځیانو او د امریکا د ترهګرو عسکرو د وتلو غوښتنه وکړه او د سزار په نوم د سوریې د خلکو پرضد د امریکا د بایکاټ قانون یې وغاند .
ټیګونه