د هندوستان لومړي وزیر د سرحدي سیمې کتنه وکړه
(last modified Fri, 03 Jul 2020 10:07:05 GMT )
Jul 03, 2020 14:37 Asia/Kabul
  • د هندوستان لومړي وزیر د سرحدي سیمې کتنه وکړه

زمونږ خبریال وايي د هندوستان لومړي وزیر ناریندرا مودي نن د چین او د خپل هیواد په ګډ سرحد کښې د لداخ سیمې کتنه وکړه او له امنیتي ځواکونو سره یې خبرې وکړې .

مودي په دغه سفر کښې په امنیتي حالت د غور په ترڅ کښې په دغه سیمه کښې له پوځي چارواکو سره هم کتنه او خبرې  وکړې .

د هندوستان او د چین سرحدي ځواکونو څو ورځې مخکې په لداخ سیمه کښې په «ګالوان» دره کښې په لانجمنې سرحدي سیمې کښې له یوبل سره جګړه وکړه چې  له کبله یې د دواړو هیوادونو په لسګونو کسان مړه او ژوبل شوي وو .

هندوستان او چین او له ۲۰۰۳ میلادي کال راهسې تراوسه د سرحدي اختلافاتو په هکله څه دپاسه شل (۲۰) ځله خبرې کړي دي خو کومه نتیجه یې نه ده ورکړي .