په امریکاکې د کریسټوفرکولمبس یوازینۍ پاتې مجسمه هم په مځکه راګوزارشوه
له امریکا یو بل خبر دا چې ددغه هیواد ولسمشر ډونالډټرمپ له ډيرو هلوځلو سره سره د ټرمپ د ورارې میري ټرمپ په لاس دلیکل شوي کتاب دخپریدو مخه نه ده نیول شوي او هغه توانیدلې ، د خپل ایشواکونکي کتبا د خپرولو لپاره قانوني لاره پيدا کړي .
بالټیمورسن خبری سایت راپور ورکړی ، په امریکا کې د توکمپالنې په ضد ولسی اعتراضونه په داسې حال کې اوج ته رسیدلي چې ددغه هیواد په بیلابیلو ښارونو کې د توکمپالنې په ضد پاریدلو خلکو ددغه هیواد د وولسمشرانو او غوره شخصیتونو مجسمې ټوټې ټوټې کړي چې ددغه غورځنګ په دوام کې د امریکا په بالټیمور کې د امریکا د کشفونکي کریسټوفر کولمبس پاتې یوازینۍ مجسمه هم په مځکه راګوزکولو وروسته دبندرګاه سترو اوبو ته غورځول شوې ده .
راپور ښئ دغه مجسمه په ۱۹۸۴کال کې په دغه ځاي کې لګول شوي وه،په بالټیمور ایالت کېد کریسټوفر کولمبس مجسمه د توکمپالنې یوازینۍ مجسمه وه چې په دغه ښار کې د توکمپالنې ضد اعتراضونو اومظاهرو له پیلیدا سره په یووخت تردې دمه پاتې وه.وئیل کیږي،حکومتي چارواکو فرمان جاري کړی چې دمریَتوب د وخت دقوماندانانو مجسمې دې دښارونو په سویه راغونډې شي،څو د پاریدلو خلکوپه لاس په مځکه راګوزار کولو وژغورل شي خو وئيل کیږي دامریکا په لسګونو ښارونو کې د مریَتوب د وخت د قوماندانانو او ولسمشرانو په لسګونو مجسمېله خاوروسره خاورې کړائ شوي او یا په اوبو کې لاهو کړائ شوي دي .
له امریکا یو بل خبردا چې ددغه هیواد ولسمشر ډونالډټرمپ له ډيرو هلوځلو سره سره د ټرمپ د ورارې میري ټرمپ په لاس دلیکل شوي کتاب دخپریدو مخه نه ده نیول شوي او هغه توانیدلې،د خپل ایشواکونکي کتبا د خپرولو لپاره قانوني لاره پيدا کړي .
سپوټنیک خبری آژانس راپوور ورکړی ،د ډونالډټرمپ د ورارې میرمن میري ټرمپ وکیل ددې خبرې په کولو سره چې میرمن میري ټرمپ توانیدلي د خپل کتاب د خپرولو لپاره قانوني لاره ولټوي ، ووئیل ، ددغه کتاب د خپریدا د مخنیوي لپاره دډونالډټرمپ اقدامات دوکه او درغلی وه او هیڅ قضائی ارزښت نه لري .
د میري ټرمپ د کتاب خپرونکي ادارې سایّمن اینډشوستر خپرندوئې همداراز د ټرمپ د ولسمشرۍ دپړاؤ د اقداماتو په اړه د جان بولټن لیکل شوی کتاب هم خپورکړی دی.میرمن میري ټرمپ په خپل کتاب کې د ډونالډټرمپ د مالیاتي خلاف ورزیو په باب ډيرې مهمې ایشواکونې کړي دي .