په امریکاکې د کریسټوفرکولمبس یوازینۍ پاتې مجسمه هم په مځکه راګوزارشوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i91265-په_امریکاکې_د_کریسټوفرکولمبس_یوازینۍ_پاتې_مجسمه_هم_په_مځکه_راګوزارشوه
له امریکا یو بل خبر دا چې ددغه هیواد ولسمشر ډونالډټرمپ له ډيرو هلوځلو سره سره د ټرمپ د ورارې میري ټرمپ په لاس دلیکل شوي کتاب دخپریدو مخه نه ده نیول شوي او هغه توانیدلې ، د خپل ایشواکونکي کتبا د خپرولو لپاره قانوني لاره پيدا کړي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 05, 2020 11:08 Asia/Kabul
  • په امریکاکې د کریسټوفرکولمبس یوازینۍ پاتې مجسمه هم په مځکه راګوزارشوه

له امریکا یو بل خبر دا چې ددغه هیواد ولسمشر ډونالډټرمپ له ډيرو هلوځلو سره سره د ټرمپ د ورارې میري ټرمپ په لاس دلیکل شوي کتاب دخپریدو مخه نه ده نیول شوي او هغه توانیدلې ، د خپل ایشواکونکي کتبا د خپرولو لپاره قانوني لاره پيدا کړي .

 بالټیمورسن خبری سایت راپور ورکړی ، په امریکا کې د توکمپالنې په ضد ولسی اعتراضونه په داسې حال کې اوج ته رسیدلي چې  ددغه هیواد  په بیلابیلو ښارونو کې د توکمپالنې په ضد پاریدلو خلکو ددغه هیواد د وولسمشرانو او غوره شخصیتونو مجسمې ټوټې  ټوټې کړي چې ددغه غورځنګ په دوام کې د امریکا په بالټیمور کې د امریکا د کشفونکي  کریسټوفر کولمبس پاتې یوازینۍ مجسمه هم په مځکه راګوزکولو وروسته  دبندرګاه    سترو اوبو ته  غورځول شوې ده .

Image Caption

 

Image Caption

 

راپور ښئ دغه مجسمه په ۱۹۸۴کال کې په دغه ځاي کې لګول شوي وه،په بالټیمور ایالت کېد کریسټوفر کولمبس مجسمه د توکمپالنې یوازینۍ مجسمه وه چې په دغه ښار کې د توکمپالنې ضد اعتراضونو اومظاهرو له پیلیدا سره په یووخت تردې دمه پاتې وه.وئیل کیږي،حکومتي چارواکو فرمان جاري کړی چې دمریَتوب د وخت دقوماندانانو مجسمې دې دښارونو په سویه راغونډې شي،څو د پاریدلو خلکوپه لاس په مځکه راګوزار کولو وژغورل شي خو وئيل کیږي دامریکا په لسګونو ښارونو کې د مریَتوب د وخت د قوماندانانو او ولسمشرانو په لسګونو مجسمېله خاوروسره خاورې کړائ شوي او یا په اوبو کې لاهو کړائ شوي دي .

له امریکا یو بل خبردا چې ددغه هیواد ولسمشر ډونالډټرمپ له ډيرو هلوځلو سره سره د ټرمپ د ورارې میري ټرمپ په لاس دلیکل شوي کتاب دخپریدو مخه نه ده نیول شوي او هغه توانیدلې،د خپل ایشواکونکي کتبا د خپرولو لپاره  قانوني لاره پيدا کړي  .

Image Caption

 

سپوټنیک خبری آژانس راپوور ورکړی ،د ډونالډټرمپ د  ورارې میرمن میري ټرمپ  وکیل  ددې خبرې په کولو سره چې  میرمن میري ټرمپ  توانیدلي د خپل کتاب  د خپرولو لپاره قانوني لاره ولټوي ، ووئیل ، ددغه کتاب د خپریدا د مخنیوي لپاره دډونالډټرمپ  اقدامات  دوکه او درغلی  وه او هیڅ  قضائی   ارزښت نه لري .

 د میري ټرمپ د کتاب خپرونکي ادارې سایّمن اینډشوستر خپرندوئې همداراز د ټرمپ د ولسمشرۍ دپړاؤ د اقداماتو په اړه د جان  بولټن  لیکل شوی کتاب هم خپورکړی دی.میرمن میري ټرمپ په خپل کتاب کې د ډونالډټرمپ  د مالیاتي خلاف ورزیو په باب  ډيرې  مهمې ایشواکونې کړي دي .