امریکا ملګروملتونو ته ځواب ویونکي نه ده
فارس خبري اژانس وايي د امریکا د سپینې ماڼۍ پخواني سلاکار جان بولټن بیګا له بدمعاشۍ په ډکې لهجې کښې د سردار سلیماني د ټرور د غیرقانوني توب په هکله د ملګروملتونو د ځانګړي راپورترې څرګندونو ته غبرګون وښود .
جان بولټن د ملګروملتونو د ځانګړي راپورټرې میرمن اګنس کالامارډ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کښې چې د امریکا د ترهګرو عسکرو لخوا یې د شهید قاسم سلیماني ټرور د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ بللي وه وویل امریکا د ملګروملتونو د بشري حقوقو له شورا څخه وتلي ده او هیڅ ارګان ته ځواب ورکونکي نه ده .
د ملګروملتونو ځانګري راپورټرې میرمن اګنس کالامارډ پرون په یوه (۱) راپور کښې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د مشر ډګر جنرال قاسم سلیماني د ټرور لپاره دامریکا د توجیه د ردولو په ترڅ کښې د امریکا د ترهګرو عسکرو دغه اقدام د نړیوالو قوانینو او د ملګروملتونو دمنشور خلاف ورزۍ وبلله .