چین په اقتصادي دهلیز کښې د افغانستان هرکلی کوي
فارس خبري اژانس وايي د چین د باندنیو چارو وزارت ویاندې میرمن هوا چونینګ له پاکستان سره په اقتصادي کوریډور کښې د افغانستان له ګډون څخه د پیکینګ د ملاتړ خبر ورکړ .
هغې نن په خبري کانفرنس کښې وویل د پاکستان ګوادر بندر د چین او د پاکستان ترمینځ د اقتصادي کوریډور د پروژې په اجرا کښې مهم رول لرلی شي او پیکینګ چمتو دی په دې لړ کښې له افغانستان او پاکستان سره ملګرتیا وکړي .
د چین د خارجه وزارت ویاندې هوا چونینګ په دوام کښې په دې خبرې سره چې پیکینګ د کورونا ویروس د خپریدا له کبله په موجودو مشکلاتو د غلبې لپاره د پاکستان او د افغانستان د هڅې هرکلی کوي ټینګار وکړ پیکینګ د دواړو هیوادونو ترمینځ د تجارتي اړیکو د له سره پیلیدا غوښتونکی دی او هڅه کوي په دې لړ کښې رغنده رول ولوبوي .
د امریکا له مخالفت سره سره چین هڅه کوي د یوه کمر او د یوې لارې په پروژې سره د افغانستان له لارې له مرکزي اسیا سره د بیلابیلو هیوادونو د ګنډلو لپاره ضروري بیخ بنایانې برابرې کړي او په دې لاره کښې یې ځینې بریالیتوبونه هم لرلي دي .