ورځپاڼو ته کتنه ۳۱-۴-۹۹
له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
په سر کښې هم جمهوري اسلامي ورځپاڼه رااخلو چې په خپله نننۍ ګڼه کښې يې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر له قوله ليکلي دي: له ګاونډي هېوادونو سره د تعلقاتو پراختيا او پياوړتيا غواړوو
ولسمشر حسن روحاني پرون د صادراتو د اسانولو او د خنډونو د ختمولو په غونډه کښې ګاونډي او هدف هیوادونو ته د ایراني شیانو د صادراتو د زیاتوالي د زمینه برابرونې غوښتنه وکړه.
ولسمشر روحاني په دې خبرې سره چې ګاونډي هیوادونه د ایران د اقتصادي اړیکو په وړومبیتوب کښې دي، څرګنده کړه: د ایران د حکومت سیاست د اړیکو په تیره بیا له ګاونډیانو سره د اقتصادي او تجاري راکړو ورکړو لهمخکښې نه زیاته پراختیا ده.
------------
د تهران چاپ ابرار ورځپاڼې د ایران د خارجه وزير په حوالې سره وليکل: ايران تل له عراق سره د تعلقاتو او ملګرتياو د پراختيا غوښتونکے دے.
د ورځپاڼې له مخې محمد جواد ظريف د عراق په اربيل کښې د کردستان سيمې له مشر نخچيروان بارزاني سره په کتنه وويل: په دې باندې په تاکيد سره چې د کردستان سيمه او عراق د ايران لپاره مهم دي واضحه کړه، ايران تل له عراق سره د تعلقاتو او ملګرتياو د پراختيا غوښتونکے دے.
د ايران خارجه وزير د دواړو هېوادونو دوستانه تعلقاتو ته په اشارې سره زياته کړه، ايران له عراق سره په ټولو برخو په تېره بيا د انرجۍ په برخه کښې د روابطو پراختيا غواړي.
---------
همدارنګ د تهران چاپ يوې بلې اطلاعات نومې ورځپاڼې د اسلامي مذهبونو د نزدېکت د نړیوالې ټولنې عمومي سېکتر په نقل سره ليکلي دي: له صهیونیسټ رژيم سره د مقابلې لپاره د اسلامي نړۍ وحدت ضروري دے.
د اسلامي مذهبونو د نزدې والي د نړیوالې ټولنې عمومي منشي حجت الاسلام والمسلمین حمید شهریاري بیګا د عراق د جماعت اهل سنت له مشر شیخ خالد الملا سره په ټیلیفوني خبرو کښې د صهیونیسټي رژيم له نویو تحرکاتو سره د مقابلې لپاره د اسلامي نړۍ په وحدت ټینګار وکړ.
حجت الاسلام شهریاري په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د شیخ خالد الملا لپاره د سلامتیا د آرزو په کولو سره د مسلمان امت او اسلامي ارزښتونو خلاف د صهیونیسټي رژيم وروستیو دسیسو ته په اشارې سره څرګنده کړه: نن سبا د صهیونیسټي رژیم له نویو تحرکاتو سره د مقابلې لپاره د اسلامي نړۍ وحدت یوه ضروري چاره ده او د نړۍ ټول مسلمانان او پتمنان ورته باید ځانګړې توجه ولري.
------
اوس به هم راوګرځو د پاکستان چاپ ورځپاڼو ته چې په سر کښې جنګ ورځپاڼې ته لاس کوو. دغې ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله ليکلي دي:د مظاهرو په وجه د امريکې حالت له افغانستانه هم بدتر شوےد ے. هغه زياته کړه د جوبائيډن د کاميابۍ په صورت کښې به امریکه د جهنم لور ته لاړه شي. د ورځپاڼې له مخې د امريکې ولسمشر مظاهره کونکو د ځپلو لپاره د دغه هېواد مهمو ښارونو ته د سپېشل فورس د لېږلو حکم ورکړ.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، پاکستان کښې د ډالر نرخ د دغه هېواد په تاريخ کښې ترټولو لوړ حد ته ورسېد او یو ډالر له يو سل اته شپېته روپو نه زيات ردوبدل شو.
ورځپاڼې همدارنګ وليکل، د سعودي باچا د روغتيائي حالت د ډېر خرابېدو له کبله په روغتون کښې داخل کړے شو.
د خبر له مخې ملک سلمان بن عبدالعزیز د سعودي باچا د صفرا کڅوړه کې پاړسوب رامینځ شوی چې له امله یې روغتیایي حالات سخت خراب شوی دے.
له بلې خوا د پاکستان وزيراعظم عمران خان د هغۀ د روغ صحت لپاره دعا کړې ده.
----------
د پاکستان يوې بلې دنيا نومې ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې د دغه هېواد د سترې محکمې په حوالې سره وليکل: په پاکستان کښې د احتساب محکمه نېب له يو لوري څخه نيول کوي او د بل سياسي لوري کسان نه نيسي. د سترې محکمې په بيانيه کښې راغلي دي چې په هېواد کښې عوامو ته آئيني حقوق نه ملاويږي.
د ورځپاڼې د یو بل خبر له مخې د پاکستان وزيراعظم عمران خان حکم کړے دے چې د سبسيډي نظام جاجونه دې واخېستې شي او بې وزلو او غريبو خلقو ته پکار دي زيات نه زياته مالي فائده اورسي. هغه همدارنګ د سيرت االنبي (ص) نومې مرکز د زر تر زره فعالولو حکم هم ورکړ.
--------
اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼې رااخلو کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د حکومت د ملي دسترخوان پروګرام او پر کونړ د پاکستان د توغندیزو بریدونو په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.
هشت صبح ورځپاڼې د ملي دسترخوان پروګرام د حکومت د کړنو په وړاندې یو نوی ازمون بللی.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، حکومت باید له تېرې تجربې زده کړي وي او دا ځل حق حقدار ته وسپاري.
ورځپاڼې لیکلي، که څه هم ولسمشر غني خبرداری ورکړی چې په دې پروګرام کې فساد ورته د زغم وړ نهدی او عاملین بهیې سخت مجازات شي، خو خلک هیله لري چې دا ژمنې په عمل کې ثابتې شي.
هشت صبح ويلي، په دغه پروګرام کې تمه دا ده چې حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو له امله له اړو او ځپل شویو کورنیو سره مرسته وکړي.
-------------
مسیر ورځپاڼې همدې موضوع ته په پام په سرمقاله کې پوښتنه مطرح کړې چې ملي دسترخوان، د ولس تېر ایستل که د جېبونو ډکول؟
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، دغه پروګرام داسې مهال پیلېږي چې ولسي جرګې او خلکو پرې نیوکې کړې دي.
د سرمقاله لیکونکي په باور، سره له دې چې د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال له اړو او بېوزلو کسانو سره د حکومت د مرستې په تېرو پروګرامونو کې د فساد د ادعاوو په اړه هېڅ ډول وضاحت نهدی ورکړل شوی او ټول په دې شک کوي چې ګواکې حکومت په لوی لاس د ځان لپاره د فساد او حیفومیل زمینه برابروي، دا تازه پروګرام پیلېږي.
هیواد دولتي ورځپاڼې بیا په سرمقاله کې دا پوښتنه مطرح کړې چې پر کونړ د پاكستان د توغنديزو بريدونو تر شا څه دي؟
ورځپاڼې د دغو بریدونو روښانه لاملونو ته اشاره کړې او په باور یې پاکستان غواړي د ډيورند کرښې دواړو غاړو ته سيمې تر خپل پوښښ لاندې راولي او له ولسونو يې خالي کړي.
سرمقاله لیکونکي د پاکستان اساسي موخه، دا بللې چې په كونړ كې له ډيورند كرښې خلک را په شا او د دې كرښې په دواړو غاړو خپل كنټرول ټينګ كړي او كه د كونړ پر سيند بند جوړ شي، نو دوى بايد دا بند په خپل كنټرول كې ولري.
------------
او دا هم وېسا ورځپاڼه چې په يو خبر کښې يې وليکل:
بهرنیو ځواکونو په کندهار ولایت کې په طالبانو هوایي برید وکړ.
ورځپاڼه ليکي د کندهار ولایت امنیه قومانداني وایي، وسله والو طالبانو تیره شپه د دې ولایت په تخته پل ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه پوسته برید کړې چې وروسته پرې بهرنیو ځواکونو هوایي برید کړی.
امنیه قوماندانۍ ویلي چې په دې برید کې ۲۵ طالبان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
د ورځپاڼې له مخې چارواکی وایي په یوه بله پېښه کې د کندهار ارغستان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښته کې لس تنه وسله وال وژل شوي دي. ځینو رسنیو بیا د یادو تلفاتو په اړه ویلي دي چې دلته وژل شوي کسان زیاتره پاکستاني طالبان دي چې د څو تنو د هویت پېژندنې اسناد هم تر لاسه شوي دي.
طالبانو تر اوسه د دې پېښو په تړاو څه نه دي ویلي.
ورځپاڼې همدارنګ د ملي شورا د غړيو له قوله وليکل: افغان حکومت او طالبانو په هممهاله توګه پر ډیورند کرښه د پاکستان وروستیو تحرکاتو پروړاندې چوپتیا غوره کړې. د ملي شورا غړي وایي چې د پاکستان له لوري پر ډیورند کرښه د تاسیساتو جوړېدو چارې په بشپړېدو دي خو سره له دې، چې افغان حکومت یې پروړاندې غبرګون نه دی ښودلی طالبان هم چې د افغانستان په چارو کې د بهرنیانو پر مداخلو وخت نا وخت اعتراضونه لري په دې برخه کې یې چوپتیا غوره کړې ده.
--------