د امریکا څلور میلیونه خلک کورونا ویروس لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i91676-د_امریکا_څلور_میلیونه_خلک_کورونا_ویروس_لري
زمونږ خبریال وايي شمیرنې وايي چې په امریکا کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانو شمیر څه د پاسه څلور(۴) میلیونو ته رسیدلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 23, 2020 06:39 Asia/Kabul
  • د امریکا څلور میلیونه خلک کورونا ویروس لري

زمونږ خبریال وايي شمیرنې وايي چې په امریکا کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانو شمیر څه د پاسه څلور(۴) میلیونو ته رسیدلی دی .

ورلډ میټرز اینټرنیټ پاڼې نن وویل په امریکا کښې په کورونا ناروغۍ د اخته کسانو شمیر څلور میلیونه او یولک اته سوه پینځه اویا کسانو ته رسیدلی دی چې یو لک شپږ څلویښت زره او یوسل درې اتیا کسان ترې مړه شوي هم دي .

امریکا همدا اوس په کورونا ویروس د ککړو کسانو او د دغه ویروس له کبله د مړو کسانو د شمیر له کبله د نړۍ د هیوادونو په لومړي لمبر کښې ده .

د امریکا حکومت په تیره بیا ولسمشر  ټرمپ په هیواد کښې د کورونا ویروس د خپریدا په وړاندې د بې مسولیتۍ په دلیل په سختو نیوکو سره مخامخ دی .