ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i91780-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران چاپ او ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب، خبرونه، تبصرې او مقالې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 27, 2020 09:33 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران چاپ او ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب، خبرونه، تبصرې او مقالې

نن له تهرانه د چاپیدونکو ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات راخلو چې وړومبې خبر یې د ایران د روغتیا د وزارت خبرو ته ځانګړې کړی او په غټو ټکیو یې لیکلي دي: تهران، په هیواد کښې د کرونا د خپریدو سرچینه ده.

خبر زیاتوي چې د ایران د روغتیا وزارت مشر مرستیال ډاکټر ایرج حریرچي وویل: داسې هیڅ مدرک نشته چې وښايي کوم کسان چې یوځل په کرونا ککړ شوي او ښه شوي دي، اوس بیخي خوندي دي. چاق او غټ کسان په کرونا د ککړو زیات خطر لري.

په عین حال کښې د روغتیا وزارت ویاندې ډاکټر سیما سادات لاري وايي: په تهران ولایت کښې د ځانګړو مراقبتونو (آيي، سي، یو) نیمايي کټونه د کرونا له ناروغانو ډک دي.

د تهران والي هم وايي چې په پلازمینه کښې د کرونايي ناروغانو د بستري کیدو یعنې په روغتونونو کښې یې د داخلیدو بهیر زیات شوی دی.

د همدې ورځپاڼې په یو بل سرټکي کښې د ګارډین ورځپاڼې د رپورټ په حواله لیکلي دي: پمپئو، ټرمپ د جنرال سلیماني ټرورولو ته مجبور کړی و.

په خبر کښې لولو چې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر په ولسمشر ډونلډ ټرمپ منلې وه چې سردار قاسم سلیماني په نزدې راتلونکي کښې د متحده ایالاتو لپاره یو ګواښ ګرځیدې شي.

مایک پمپئو اسرائیلیانو ته هم ویلي وو چې ټرمپ د فارسانو له لاسه د یهودیانو د ژغورنې لپاره د خدای استازې دی.

*/*/

کیهان:

را به شو کیهان ورځپاڼې ته چې دا هم له تهرانه چاپيږي. د دې ورځپاڼې له کورنیو خبرونو په تیریدو سره، بهرنۍ برخې ته یې یوه ځغلنده کتنه کوو.

کیهان په امریکې کښې د روانو اعتراضونو د وروستي وضعیت په اړه خبر سره د امریکايي پولیسو له خوا د معترضانو د ځپل کیدو څو انځورونه چاپ کړي او ورسره یې په غټو ټکیو لیکلي دي: بلوا په سیاټل کښې، جنګ په پورټ لینډ او تیارسې په لاس اینجلس کښې.

ورځپاڼې لیکلي: د توکمپالنې خلاف اعتراضونو په وجه د امریکې د ښارونو حالت له څو میاشتو راهیسې کړکیچن دی. په دې لړ کښې څو ورځې وشوې چې پورټ لینډ په یو جنګي ښار بدل شوی دی. په سیاټل کښې پولیس وايي چې معترضانو بلوا راپورته کړې او په لاس اینجلس کښې هم امریکايي پولیس د تیارسي او (تاکتیکي خبرداري) په حالت کښې دي.

کیهان په یو بل خبر کښې لیکلي: د ترهګرو د لیږلو پر ځاې مدرسې جوړول، په افغانستان کښې د نفوذ لپاره د عربستان نوې پلان.

خبر زیاتوي: آل سعود رژيم چې په تیرو څو لسیزو کښې یې له تکفیري او ترهګرو ډلو په ملاتړ سره هڅه کړې وه چې افغانستان تر خپل نفوذ او د وهابیت تر تفکر لاندې راولي، څه موده کیږي چې خپله سټراټیجي یې بدله کړې او غواړي د مدرسو په جوړولو سره د افغانستان پر ټولنې او سیاسي بهیر باندې مسلط شي.

هم دې ورځپاڼې بیا لیکلي چې د صهیونیسټي رژيم د وزیراعظم په کړچار باندې زرګونو معترضو خلکو په نیواکي قدس کښې د هغه د کور مخې ته په پراخه پیمانه راغونډیدو سره ګواښ وکړ چې یا دې استعفا ورکړي او یې په کور باندې په یرغل سره وباسو. د صهیونیسټي رژيم پولیسو د معترضانو د مخنیوي لپاره سمنټي بلاکونه راوړل. کیهان د دغې پراخې ولسي تجمع انځور هم چاپ کړی دی.

اخوا په  عراق کښې حشد الشعبي د داعش ترهګرې ډلې ډیر ستر عملیات له ماتې سره مخامخ کړل.

خو د سوریې په ختیځ کښې د د امریکې د شتون خلاف د دغه هیواد د خلکو له بیابیا مظاهرو سره سره واشنګټن او انقره د خپلو اډو د پراخولو په تکل کښې دي. ورته مهال خبر رارسیدلې چې امریکايي پوځیان د سوریې خلک د خپلو کورونو پریښودو او په زوره یې نورو سیمو ته کډه کولو ته مجبوري.

*/*/*/*/

بهرنۍ ورځپاڼې

نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپلې تازه ګڼې کې د ملګرو ملتونو د یو راپور په حواله ویلي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک شاوخوا ۶۰۰۰ وسله وال په افغانستان کې پټ دي.

په دې راپور کې ویل شوي دا ډله په افغانستان کې د داعش له وسله والې ډلې سره تړاو لري او یو شمېر غړي خو یې ان د داعش په وسله والې ډلې سره یو ځای شوې هم دي چې د راپور په وینا مرکزونه یې د افغانستان په ختیځو سیمو کې دي.

 

د ملګرو ملتونو دا راپور وايي، په افغانستان کې داعش ترهګره ډله د افغان، امریکايي او ناټو ځواکونو او په ځینو مواردو کې ان د طالبانو له خوا سخته ځپل شوې ده.

ډیلې میل

د ډیلې میل ورځپاڼې پر خپله ویب پاڼه د طالبانو د هغې وروستۍ ادعا په اړه یو راپور خپور کړی چې وايي، د افغان حکومت امنیتي ادارو یو شمېر هغه طالبان بېرته نیولې چې د دوحې د هوکړې له مخې په تېرو څو میاشتو کې د افغان حکومت له زندانونو خوشې شوې دي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند جاوید فیصل بیا پر خپل ټویټر ادعا کړې چې یو شمېر خوشې شوې طالبان بېرته د جګړو لیکو ته ستانه شوې دي.

د افغان ولسمشر یو ویاند دواخان مینه پال هم رسنیو ته ویلي جګړې ته د خوشې شویو طالبانو بېرته ستنېدو او د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتېدو له دې ډلې سره د سولې په برخه کې پرمختګ ستونزمن کړی دی.

عرب نیوز

له سعودي عربستان خپرېدونکې عرب نیوز انګلیسي ژبې ورځپاڼې بیا د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د افغان حکومت او طالبانو له خوا په شرایطو لیکنه کړې.

دا ورځپاڼه د ولسمشر غني د ویاند صدیق صدیقې له قوله وايي "د سولې لپاره یو فرصت شته خو طالبان باید تاوتریخوالي پرېږدي او د افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني."

ورځپاڼې همدارنګه د طالب ویاند سهیل شاهین څرګندونې راخیستې چې وايي، که افغان حکومت تر لوی اختره، پاتې طالب بندیان خوشې کړي دوی له اختر وروسته د بین الافغاني خبرو پیل ته چمتو دي.

ټایم اف اینډیا

ټایم اف اینډیا هندي ورځپاڼې بیا د هغو ۱۱ افغان هندوانو سېکهانو په اړه یو راپور خپور کړی دی چې د یکشنبې په ورځ له افغانستان څخه هندوستان ته ورسېدل.

دې ورځپاڼې ویلي، وروسته له هغې چې د هند د بهرنیو چارو وزارت هغو افغان هندوانو او سېکهانو ته چې افغانستان کې له امنیتي ګواښونو سره مخ دي هند ته د تلو اسانتیا برابره کړه، دا د افغان سېکهانو او هندوانو لومړۍ جوپه ده چې د دې پروګرام له لارې هند ته کډه کېږي.

په وروستیو څو میاشتو کې په ټول افغانستان کې د ناامنیو له پراخېدو سره پر افغان سېکهانو او هندوانو هم وسله والې حملې زیاتې شوې.

د سږني کال د وري په شپږمه د کابل پر یوه درمسال د وسله والو په برید کې چې مسئولیت یې داعش ډلې ومانه ۲۷ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول.

*/*//*/*/*/*/*/