د بریتانیا عسکرو د افغانستان ملکي وګړي وژلي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i91966-د_بریتانیا_عسکرو_د_افغانستان_ملکي_وګړي_وژلي
ډیلي میل ورځپاڼې راپور ورکړ په محکمې کښې د ایشوا شویو سندونو پراساس د بریتانیا پوځیان په افغانستان کښې د ملکي وګړو د وژلو مسول دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 03, 2020 01:16 Asia/Kabul
  • د بریتانیا عسکرو د افغانستان ملکي وګړي وژلي

ډیلي میل ورځپاڼې راپور ورکړ په محکمې کښې د ایشوا شویو سندونو پراساس د بریتانیا پوځیان په افغانستان کښې د ملکي وګړو د وژلو مسول دي .

په بریتانیا کښې د محکمې د ایشوا شویو سندونو پراساس ښکاره شوه چې د لندن د هوايي ځواک وژونکي ډله په افغانستان کښې په هملند ولایت کښې  د شپې په مهال د ملکي وګړو د وژلو عامله ده .

دغه سندونه مخکې د لندن د حکومت لخوا د بریتانیا سترې محکمې ته نه وو ورکړل شوي او همدغه چاره سبب شوه چې یو(۱) قاضي په دې هکله د دفاع وزیر بین والاس د توضیح د ورکولو غوښتنه وکړي .

امریکا ، انګلستان او ملګرو یې په ۲۰۰۱ میلادي کال کښې  په افغانستان کښې  له ترهګرۍ سره د مبارزې او په دغه هیواد کښې  د امنیت د تامینولو په پلمه په دغه هیواد یرغل وکړ خو له هغه وخت راهسې تراوسه هلته امنیت نه دی ټینګ شوی بلکې ناامنۍ ، ترهګرۍ او د نشه ییزو موادو تولید او قاچاق بیخي زیات شوی هم دی .