د امریکا نیمايي خلکو خپل عاید له لاسه ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i91967-د_امریکا_نیمايي_خلکو_خپل_عاید_له_لاسه_ورکړی
زمونږ خبریال وايي د امریکا د ورمونټ ایالت د مشرانو جرګې غړي بیرني سینډرز پرون له کورونا ویروس خپریدا وروسته په هیواد کښې د خلکو د اقتصادي شرایطو د خرابیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 03, 2020 01:24 Asia/Kabul
  • د امریکا نیمايي خلکو خپل عاید له لاسه ورکړی

زمونږ خبریال وايي د امریکا د ورمونټ ایالت د مشرانو جرګې غړي بیرني سینډرز پرون له کورونا ویروس خپریدا وروسته په هیواد کښې د خلکو د اقتصادي شرایطو د خرابیدا خبر ورکړ .

هغه وویل د امریکا له نیمو زیاتو خلکو د کورونا ویروس د خپریدا په بهیر کښې خپل عاید له لاسه ورکړی دی .

بیرني سینډرز وویل په کورونا کړکیچ کښې په داسې حال کښې چې  د امریکا کمزوري پرګنه د خپل د ورځنیزو اړتیاو د پوره کولو توان نه لري د شتمنو خلکو شتمنۍ په میلیارډونو ډالره نورې هم زیاتې شوي دي .

د امریکا اقتصاد د کورونا ویروس له کبله له سخت کړکیچ سره مخ دی .

د کورونا ویروس له خپریدا وروسته په امریکا کښې په زرګونو شرکتونه او کارخانې بندې شوي او په میلیونو خلک بې روزګاره شوي هم دي .