د امریکا نیمايي خلکو خپل عاید له لاسه ورکړی
Aug 03, 2020 01:24 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د امریکا د ورمونټ ایالت د مشرانو جرګې غړي بیرني سینډرز پرون له کورونا ویروس خپریدا وروسته په هیواد کښې د خلکو د اقتصادي شرایطو د خرابیدا خبر ورکړ .
هغه وویل د امریکا له نیمو زیاتو خلکو د کورونا ویروس د خپریدا په بهیر کښې خپل عاید له لاسه ورکړی دی .
بیرني سینډرز وویل په کورونا کړکیچ کښې په داسې حال کښې چې د امریکا کمزوري پرګنه د خپل د ورځنیزو اړتیاو د پوره کولو توان نه لري د شتمنو خلکو شتمنۍ په میلیارډونو ډالره نورې هم زیاتې شوي دي .
د امریکا اقتصاد د کورونا ویروس له کبله له سخت کړکیچ سره مخ دی .
د کورونا ویروس له خپریدا وروسته په امریکا کښې په زرګونو شرکتونه او کارخانې بندې شوي او په میلیونو خلک بې روزګاره شوي هم دي .
ټیګونه