د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پيل کې درته دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځيني ورځپاڼې درسره شریکې کوو ،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
دا هم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلي دي ،دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو یو ځل بیا له ایرانه د ویرولو دپروسې په دوام کې له ملنډو په ډکو څرګندونو کې وئيلي دي ، د ایران او چین اوږدمهاله تړون د عربستان او اسرائیلو د امنیت لپاره خطرناک دی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، دامریکاد ولسمشرۍ د انتخاباتو یوه پخواني کاندید او مشهور امریکائي سناتور برني سنډرزپه ډاګه کړې ده ، په امریکا کې دکرونائي بحران په رامینځةکیدا پسېئ د امریکا کابو نیمو کورنیو خپل عاید له لاسه ورکړی او کوم اوڅاره عایدات نه لري .
د درست ایران دپوهنتونونو څه دپاسه اته زره اته سوه استاذانو د ایران ملت ته دخطاب په یوه لیک کې ټينګار کړی ،د دښمن د سیاست ناکامي د ایرانیانو د دیني بصیرت او ملی مهارت نتیجه ده .
د انګلستان ګارډيّن ورځپاڼې لیکلي دي ، ددغه هیواد یوې محکمې فرمان صدر کړی د انګریز عسکرو په لاس دې دهغو ۳۳ښاریزو د قصدي وژلې او ددغو وژلو د سندونو د پټولو په باب دې سملاسی څیړنې وشي او ګرَم عسکر دې محکمې ته ورمعرفي شي . په دِې فیصلې کې انګریز دفاع وزیر ته حکم ورکړل شوی د پوځ د هغه یونټ په باب دې توضیح ورکړي ، چې دغه عام افغانان ئې په بوږنونکي ډول وژلي دي .
د اردن په زرګونو خلکو دلومړي ځل لپاره دمظاهرو په جوړولو سره د خپل لومړي وزیر او دهغه د کابینې د لیرې کولو غوښتنه کړې ده
د انګلستان ګارډيّن ورځپاڼې په خپل یوه وروستي راپ،ر کې د لیبیا اوسني بوږنونکو حالاتو او ددغه هیواد دتیلو د غلا کولو لپاره د بیلابیلو هیوادونو یرغلونو ته په اشارې سره لیکلي دي ، حق له معمر قذافي سره ؤ ، دلیبیا جنګ ، د دغه هیواد د تیلو په خاطر دی .
الجزیره ټيلیویژني چینل د ځينو پټو سندونو په خپرولو سره په ډاګه کړې ده ، آل سعود رژيم دیمن د مځکنۍ بشپړتیا او وحدت څخه دملاتړ په باب د خپلو ادعاګانو په اپوټه له ۲۰۱۱کال څخه دیمن د ویشلو په دسیسو پسې دی ، خو تر دې دمه په دغو دسیسو کې ناکام پاتې شوی دی .
داهم د تهران قدس ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلی دي ، د اسلامی نړۍ هیوادونه د کرونا ویروس د خپریدو له امله سږ کال د حج له ادا کولو محرومه شوي دي او بنی سعود کورنۍ اجازت نه دی ورکړی ، چې د نورو هیوادونو حاجیان د مکې شریفې او مدینې منورې زیارت وکړي ، او یوازې سعودیان دغه سعادت ترلاسه کولی شي،خو هغه څه چې ډير دحیرانتیا وړ دي ، په عربستان کې عمومي سپورټي پروګرامونه او ځیني ټوریسټي څانګې هماغه راز خپل پروګرامونه ترسره کوي او هیڅ محدودیّتونه هم نه لري .
د امریکا د ملی امنیت پخواني سلاکار او افراطي سیاستوال جان بولټن بیګا د جرمني له یوې خپرونې سره په خبرو ې: وئیلی دي ، که ډونالډټرمپ دوهم ځل د امریکا ولسمشر شي ، نو ممکنه ده امریکا له ناټو موسیسې ه م وباسي.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، د اسپانیا یوې ورځپاڼې ایشواکړې ده ، دبحرین پاچا د اسپانیا پخواني پاچا ته ډير زیات بډې رشوتونه ورکړي ، څو په لویدیځ کې د دوي څيره ښه وبریښوي .
دسټاکهم دسولې یوې څیړنیزې نړیوالې موسیسې خبرداری ورکړی ، په زیات احتمال سره د کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ یا هماغه د مرګوني کورونا ویروس په څير یا له دې هم لا مرګوني خوریدونکي ناروغۍ راښکاره کیدونکي دي ،نړۍ باید په ډې اړه ځيره اوهوښیاره ووسي .
سږکال به په ایران کې دکرونا منحوس ویروس دخوریدا له امله هم په محرم میاشت کې دحسیني عزادارۍ دستورې په لازیات پرتم او نوي انداز سره ترسره شي او د روغتیائي پروټوکولونو په رعایتولو سره په دنیا ته وښئ چې اسلام له ساینسي دنیا سره څومره غږمله عمل کوي .
د سورئې په الحسکه او دیرالزور ولایتونو کې د سورئې پوځ او مقاومتي ځواک په پاکونکو عملیاتو کې د تکفیری ترهه ګرو جنایتکارو یو شمیر پټنځایونه تباه کړي او د دوي زیات شمیر ستر تجهیزات او په وسلو سنبال ګاډي ئې هم له مینځه وړي دي .
د افغانستان په ننګر هار کې په داسې حال کې چې د بین الافغاني خبرو اترو دپیلیدا او د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ دسولې دموافقې د بریالیتوب ګونګوسې په زیاتیدا دي ، وسلوالې نښتې او بمي چاودنې په اوڅاره توګه زیاتې شوي او په حکومتي تاسیساتو او ودانیو حملې هماغه راز دوام لري .
دپاکستان په پارلیمان کې د اپوزیشن سیاستوالانو پر قضائي محکمې غږ کړی ، په دغه هیواد کې دې د نوو پارلیماني انتخاباتو د ترسره کولو او د اوسني حکومت د لټیّو په باب جدي فیصلې وکړي .
په هندوستان کې د کرونا ویروس خوریدا خطرنا ک اړخونه غوره کړي دي او که دغه شان دوام وکړي نو په راتلونکي کې ممکنه ده په دغه زیات نفوس لرونکي هیواد کې به په لکونو هندیان خپل ژوند له لاسه ورکړي .
دا هم د تهران رسالت ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلی دي ،د امریکا په لاس انجلس او کیلیفورنیا ایالتونو کې لګیدلی اور تر څلورمې ورځې پورې هماغه راز دوام لري او د ډيرو زیاتو اور وژونکو ډلو له شتون سره سره هماغه راز په زیاتیدا دی او اټکل کیږي ، چې تر دې دمه ئې په دغو سیمو کې په میلیارډونو ډالري تاوانونه اړولي دي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، دافغانستان د ولسی جرکې یوه استازي حجت آ... خردمند په افغانستان کې د داعشي تکفیریانو دعملیاتو په باب چې د یوشمیر عامو خلکو دمرګ ژوبلو لامل شوي ،وئيلي دي ،مونږ دهغه څه په نسبت چې په افغانستان کې ئې بیلابیلې ترهه ګرې ډلې ټپلې ترسره کوي ،تر ډيرو اغیزو لاندې یوو او ددغو ترهه ګرو عملیاتو زیاتره قربانیان بې ګناه ښځې،ماشومان او بوډاګان دي،چې باید په دې اړه د افغانستان حکومت جدی او کوټلي اقدامات وکړي .
د ملګروملتو د محاسباتو په اساس له دې مخکې چې هیوادونه فیصله وکړي ،خپل سرحدونه د مسافرانو لپاره پرانیزي ، د ټوریزم صنعت کابو درې سوه څلویښت میلیارډ ډالري تاوان کړی دی چې باید په ديرې هوښیارۍ سره هیوادونه فیصلې وکړي .
د سورئې حکومت یو ځل بیا ملګروملتو ته شکایت کړی ، چې امریکا د دوي له تیلی سرچینو د ساتنو په پلمه ددغه هیواد تیل غلا کوي چې باید مخه ئې ونیول شي .
د امریکا د ولسمشرۍ دانتخاباتو د ځنډولو دغوښتنې په باب د ډونالډټرمپ نوي غوښتنې د سپينې په مسئولانو او په امریکائي سیاستوالانو کې نوی جنجال رامینځة کړی دی .
په پاکستان کې د کورنا ویروس دقربانیانو شمیر ورځ تر بلې په کمیدا دی او په تیر شواروز کې ددغې خوریدونکي ویروس دقربانیانو شمیر یوازې پنځلس تنه اعلان شوی دی .
**********************
اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ، البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو روځپاڼو خپل دریځونه دي .
د کابل چاپ ځينو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره په جلالاباد زندان د وروستي برید په اړه لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.
= دکابل چاپ هشت صبح ورځپاڼې د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې وروستی برید مرموز او پېچلی بللی دی.
سرمقاله لیکونکي لیکلي دا پېښه وروسته له دې شوې چې د ملي امنیت عمومي ریاست اعلان کړی ،د دغو ځواکونو په عملیاتو کې د داعش د خراسان څانګې د استخباراتو عمومي مسؤل ضیاالرحمان مشهور په اسدا... اورکزی په ننګرهار کې ووژل شو.
سرمقاله لیکونکي پوښتنه کړې چې څنګه یوه ماته شوې ډله په دې بریالۍ کېږی چې یوه مرموزه او پېچلې حمله وکړي .؟
هشت صبح ټینګار کوي چې حکومت باید په دې اړه خلکو ته پوره وضاحت ورکړي.
= هېواد دولتي ورځپاڼې هم د ننګرهار پر عمومي زندان وروستي بريد ته په اشارې سره لیکلي، روښانه ده چې دا بريد په ډېر دقت سره د بندیانو د خوشې کولو لپاره شوی دی.
سرمقاله لیکونکي لیکلي، دا بريد په داسې حال کې کېږي چې افغان حکومت د طالبانو لهخوا د هغو خطرناکو بندیانو د خوشې کولو غوښتنه په بيا بيا رد کړې چې په ګڼو وژونکو ترهګريزو بريدونو او فعاليتونو کې ښکېل دي او يا هم د پاکستان وسلوالو ډلو ترهه ګر او يا د هغوی مسئولان او کسان دي.
ورځپاڼې ادعا کړې چې پاکستان په افغانستان کې د مداخلې او يا هم له ترهګرۍ او اورپکۍ سره د لاس لرلو او يا هم په افغانستان کې د مخامخ جګړې د اسنادو لهمینځه وړلو لپاره هڅه کوي چې په پټه خوله د هغوی زندانيان ازاد کړل شي.
سرمقاله کې راغلي، کله چې افغان حکومت دا غير قانوني کړنه رد کړې او نړيواله ټولنه هم د افغان حکومت د دغه دريځ ننګه کوي، د بشري حقونو ادارې هم د ولسمشر غني پر دريځ ولاړې دي، نو بله لاره نهوه، دا بريد وشو چې زندان مات او په زور د ډلهييز يرغل پر مټ د هغوی د پام وړ زندانيان له ځان سره يوسي.
هېواد دولتي ورځپاڼې حکومت ته سپارښتنه کړې چې افغان حکومت بايد د دغه يرغل په مقابل کې بېتفاوته پاتې نهشي، بلکې په دې اړه په ملي، سيمهييزه او نړيواله کچه اعتراضونه وکړي او ان د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې د دغه سازمان د يوه غړي په توګه د خپلو بېګناه وګړو او پر هېواد د بهرني يرغل په اړه غږ پورته کړي.
= ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، وروستۍ مشکوکې خونړۍ ترورېستي پېښې چې هېڅوکیې مسؤلیت په غاړه نهاخلي او یا لکه د جلالاباد پر محبس دا وروستۍ پېښه چې مسؤلیتیې داعش پر غاړه واخیست پوښتنې پیدا کړي.
سرمقاله لیکونکي پوښتنه کړې چې ایا دا خو به هم د هغو هېوادونو، کړیو او اشخاصو کار نهوي چې په افغانستان کې د سولې له روانې پروسې سره مخالفت لري او په خپله ګټهیې نهبولي؟