چین او پاکستان د څو اړخیز پالنې ملاتړ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i92399-چین_او_پاکستان_د_څو_اړخیز_پالنې_ملاتړ_کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د چین او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو وانګ يي او شاه محمود قریشي په نړیوالو ډګرونو کښې د زور له کارولو او یو اړخیز پالنې سره د مخالفت په ترڅ کښې د څو اړخیز پالنې د بهیر ملاتړ وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 21, 2020 23:49 Asia/Kabul
  • چین او پاکستان د څو اړخیز پالنې ملاتړ کوي

ایرنا خبري اژانس وايي د چین او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو وانګ يي او شاه محمود قریشي په نړیوالو ډګرونو کښې د زور له کارولو او یو اړخیز پالنې سره د مخالفت په ترڅ کښې د څو اړخیز پالنې د بهیر ملاتړ وکړ .

د چین او د پاکستان خارجه وزیرانو پرون د ګډې غونډې په پاې کښې په جنوبي اسیا سیمه کښې د سولې او د ارامښت د فضا د پیاوړتیا غوښتنه وکړه او له هرډول یواړخیزه اقداماتو پرته یې  په خبرو او تعامل سره د شخړو د هواري پرضرورت ټینګار وکړ .

د چین او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په  دغه غونډې کښې د ملګروملتونو منشور او هدفونو ته د دواړو هیوادونو په ژمنې ټینګار سره د بین الافغاني خبرو اترو د پرمخ بیولو لپاره د طالبانو ډلې او د افغانستان د حکومت د هڅو قدرونه وکړه .

د چین خارجه وزیر وانګ يي د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو پراساس د هندوستان تر ولکې لاندې د کشمیر سیمې د مسلې د حل کولوغوښتنه وکړه .

وانګ يي دغه راز وویل د ایران پرضد د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د ماشه د مکانیزم (trigger mechanism)د فعالولو او د ایران پرضد د بندیزو د بیرته لګولو لپاره د امریکا غوښتنه کاملا غیر منطقي ده

Image Caption

 

.