چین او پاکستان د څو اړخیز پالنې ملاتړ کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د چین او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو وانګ يي او شاه محمود قریشي په نړیوالو ډګرونو کښې د زور له کارولو او یو اړخیز پالنې سره د مخالفت په ترڅ کښې د څو اړخیز پالنې د بهیر ملاتړ وکړ .
د چین او د پاکستان خارجه وزیرانو پرون د ګډې غونډې په پاې کښې په جنوبي اسیا سیمه کښې د سولې او د ارامښت د فضا د پیاوړتیا غوښتنه وکړه او له هرډول یواړخیزه اقداماتو پرته یې په خبرو او تعامل سره د شخړو د هواري پرضرورت ټینګار وکړ .
د چین او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په دغه غونډې کښې د ملګروملتونو منشور او هدفونو ته د دواړو هیوادونو په ژمنې ټینګار سره د بین الافغاني خبرو اترو د پرمخ بیولو لپاره د طالبانو ډلې او د افغانستان د حکومت د هڅو قدرونه وکړه .
د چین خارجه وزیر وانګ يي د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو پراساس د هندوستان تر ولکې لاندې د کشمیر سیمې د مسلې د حل کولوغوښتنه وکړه .
وانګ يي دغه راز وویل د ایران پرضد د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د ماشه د مکانیزم (trigger mechanism)د فعالولو او د ایران پرضد د بندیزو د بیرته لګولو لپاره د امریکا غوښتنه کاملا غیر منطقي ده
.