په سي پېک کښې د ايران له شاملېدو د چين هرکلے
په پاکستان کښې د چين سفير د پاکستان او چين په کورېډور ګډ اقتصادي منصوبه سي پېک کښې د شاملېدو لپاره د ايران د اسلامي جمهوريت له چمتووالي هرکلے وکړ.
د ايرنا د رپوټ له مخې ياوجينګ پرن د سي پېک د سيمه ايزو او نړيوالو اړخونو په څېړلو سره وويل: چين په دغه منصوبه کښې د ايران د اسلامي جمهوريت له شاملېدو څخه تود هرکلے کوي او همدغه نظر د دغې طرحې په اړه د سيمې د نورو هېوادونو په باره کښې هم لري.
په پاکستان کښې د چين سفير زياته کړه، سي پېک اقتصادي منصوبه د سيمه ايزو تعلقاتو او ملګرتياو لپاره يو ډول فرصت دے او په همدې وجه بيجنګ د ايران د اسلامي جمهوريت په شمول له نړيوالو لوبغاړو هرکلے کوي.
په پاکستان کښې د ايران سفير سيد محمد علي حسينی په دې وروستيو کښې د اسلام اباد او بيجنګ له کډو اقتصادي کورېډور څخه په هرکلي سره وويل، تهران په دغه اقتصادي منصوبه کښې شاملېدو ته چمتو دے.