د امریکا ولسمشر دې کینوشا ښار ته سفر مه کوي
هیل اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړی په ویسکانسین(Wisconsin ) ایالت کښې د توکمپالنې پرضد د اعتراضو په زیاتیدا سره د دغه ولایت والي په ولسمشر ټرمپ غږ وکړ چې د کینوشا (Kenosha) ناکراره ښار ته له سفر کولو تیر شي .
د امریکا د ویسکانسین ایالت والي ټوني ایورز (Anthony Steven Evers ) کینوشا ښار ته د سفر لپاره د ولسمشر ټرمپ فیصلې ته غبرګون وښود او له هغه یې وغوښتل له دغه سفر څخه ډډه وکړي .
هغه سپینې ماڼۍ ته د لیک په استولو سره خبرداری ورکړ چې په ویسکانسین ایالت کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ شتون د حالاتو د ښه کیدا او د ارامښت د رامینځته کولو لپاره هڅې له ځنډ سره مخ کوي .
سپینې ماڼۍ ویلي دي د امریکا ولسمشر ټرمپ غواړي سبا د ویسکانسین ایالت مرکز کینوشا ښار ته ورشي .
کینوشا ښار ته د ټرمپ د سفر د خبر اعلانیدا د دغه ښار خلک سخت غصه کړي دي .
د امریکا د کینوشا ښار پولیسو د اګست د میاشتې په درویشتمه (۲۳) نیټه د خپلو زامنو په وړاندې تور پوستی ځوان جیکوب بلیک په ډزو ویشتلی و .