د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پيل کې هم درته د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځيني ورځپاڼې درسره شریکې کوو ، نو تر پایه راسره ملتیا وکړئ .
داهم د تهران کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي، د ایران د درستو قواؤ د ستر قوماندان د دفتر مشر سردار محمد شیرازي روښانه کړې ده ، د اسلامی ایران د ستر ټاټوبي امنیت د هوافضاددفاعي سسټم د ویښتیا او چمتووالي پامته داره دی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،متحده عربی اماراتو ته د اسرائيلو،یعني له تل ابیب څخه ابوظبئ ته له لومړني الوت سره په یووخت په ابوظبئ او دوبئ کې دوه چاودنې شوي چې په دغې پيښې د برغولی کیښودلو لپاره د اماراتو هلو ځلو دشناندو ټولنه قانع نه کړائ شوه او وئيل کیږي ، چې دا د اماراتو لپاره لومړنی ستر ګواښ شمیرل کیږي .
د نیجریه اهل تشیَع ریکارډ مات کړ ، د حسینی عاشورا په ورځ دنیجریه په کابو درې سوه پنځلس ښارونو اوښارګوټو کې د ویر او ماتم پرتمینې دستورې ترسره شوي دي .
دغې ورځپاڼې همداراز په یوه تحلیل کې لیکلي دي ، په ملګروملتو امنیت شورا کې د امریکا یو اړخیز پال پریکړه لیک په ناکامۍ پسې اروپائي ټرائيکا یعني جرمني ،انګلستان او فرانسه هڅه کوي په امریکائي فیز کې په یو وخت په یواړخیز ډول ایران هم په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې پاتې شي او او هم ددغه هیواد په ضد د سولو بندیزونه هم تمدید شي .
د امریکا جنجالي ولسمشر ډونالډټرمپ یو ځل بیا د دغه هیواد په بیلابیلو ښارونو کې د توکمپالنې په ضد راپورته شوي اعتراضونه او مظاهرې په سخته د ځپلو ګواښ کړی او وئيلي ئې دي ، که دغه داخلی ترهه ګر له خپلو اعتراضونو لاس وانخلي نو په پوځي محکمو کې به محاکمه شي او د هیواد په ضد دبغاؤت په څير له تورونو سره به مخ شي .
سنډې ټيلیګراف ورځپاڼې د عربستان په بندونو کې د نیول شوو ایتوپيائي مهاجرو نیم لوڅ عکسونه خپره کړي چې ددغو مهاجرو دبوږنونکي وضعیّت ښودنه کوي .
د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ مشر عبدالمالک بدرالدین الحوثي د امریکا ،صهیونیسټ رژيم ، عربستان او متحده عربی اماراتو په کرغیړنو اقداماتو په سختو نیوکو سره وئيلی دي ، امریکا او اسرائيل د وخت یزیدان دي .
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په بهرني سیاست کې د پرمختګ په ماته خوړلو ډګرونو کې د مایک پمپئو درستو ناکامیو ته په اشارې سره هغه د امریکاتر ټولو بد او کرغیړن خارجه وزیر بللی دی .
دا هم د تهران رسالت ورځپاڼه ده چې پخپل ننني انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ، د سورئې د هوائي ځواک هوافضا دفاعي توغندوي سسټم د دمشق په فضا کې یو ځل بیا د دښمن توغندي شنډ کړي او و ئیل کیږي ، چې دغه ستره توغندوي حمله ئې یوځل بیا ناکامه کړې ده .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، دایران مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچي چې ویانا ته په سفر تللی بیګا په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،امریکا د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ټارګټ کولو په موخې سره څو اړخیز پالنه په شیشت کې راوستې ده .
د عربستان د جنایتکار رژيم له سختو اقداماتو سره سره د دغه هیواد په ختیځي ولایتونو کې د حسیني عاشورا په مناسبت په پرتم او ولولې سره د حسیني عاشورا دحماسې دستورې جوړې شوي دي .
د سورئې په الحسکه او دیرالزور ولایتونو کې د دغه هیواد پوځ او مقاومتي ځواک په ګډو عملیاتو کې له تکفیری ترهه ګرو یو شمیر نوره کلي اوښارګي هم آزاد کړي او د دوي د لاجسټیکي اوتجهیزاتو د تګ راتګ لارې ئې تړلي دي .
د پاکستان دکراچۍ پشمول په درستو واړو اوسترو ښارونو کې د کربلا د حماسي پاڅون په مناسبت پرتمینې دستورې جوړې شوي او ددغه هیواد ولس یو ځل بیا له اهل بیت علیهم السلام سره خپل بیعّت نوی کړی دی .
د هندو ستان کرغیړن پوځ په هندي کشمیر کې د حسیني عزادارو په ضد چې په آرامښت سره ئې د حسیني عاشورا په مناسبت ویر او ماتم کاوۀ سخت ځپونکو اقداماتو څخه استفاده کړې ده او وئیل کیږي ، په لسګونو حسیني عزادار ټپیان او نیول شوي دي .
د بحرین انقلابي ولس هم دحسینی عاشورا په مناسبت په زیاترو ښارونو او ښارګیو کې دشپې مهال د ویر او ماتم دستورې جوړې کړی دي .
دافغانستان د ملی مصالحې دشورا مشر عبدا..عبدا... دحکومتي کابینې لپاره خپل لس وزیران ورمعرفي کړي د ي.
دا هم د تهران قدس ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ، د لبنان نوی لومړی وزیر مصطفی ادیب له پارلیمانه د اعتماد رایه ترلاسه کړې او ډير زر به ددغه هیواد پارلیمان ته د اعتماد د راي د اخستو لپاره خپله کابینه هم ورمعرفي کړي . داپه داسې حال کې دي چې د بیروت د بندرګاه له چاودنې وروسته دا دوهم ځل دی چې د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون هم د دغه هیواد په سفر بیروت ته تللی دی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ په یولړ له ملنډو ډکو څرګندونو کې وئيلي دي ،که زه ولسمشر نه وائ نو په امریکا کې به بلواوې راپورته شوي وې . داپه داسې حال کې چي دامریکاډیری رسیندوئي ټولنې په دې اند دي ، چې په امریکا کې د توکمپالنې په ضد ددغه هیواد کابو څه دپاسه اویا فی صدي برخه داعتراضونو ډګر شوي .
دلبنان د حزب ا.. ولسی مبارز غورځنګ عمومي منشي سید حسن نصر ا... په یولړڅرګندونو کې په ډاګه کړې ده ، له جنایتکار صهیونیسټي رژيم سره د متحده عربی اماراتو موافقه د ټرمپ او نتن یاهو وړیا خدمت ؤ ، که د رسته نړۍ هم اسرائيل په رسمیّت وپيژني ، مونږ ئې په رسمیّت نه پيژندو .
د صهیونیسټ رژيم لومړي وزیر بین یامین نتن یاهو پر متحده عربی اماراتو د امریکا له خوا د ایف ۳۵ډوله جنګي الوتکو دخرڅلاؤ په مخالفت کې یو ځل بیا وئیلي دي ، له اماراتو سره په موافقې کې دغه هیواد ته د ایف ۳۵ډوله جنګي الوتکو له ورکولو سره پخلاکیدا نه ده ظاهره شوي .
دعراق په پارلیمان کې د ترټولو ستر فریکشن ویندوي احمد الاسدي وئيلي دي ، د راتلونکو درو کلونو لپاره پّ عراق کې د امریکائي پوځ له پاتیکیدو سره مخالف دي او له خپلې دغې فیصلې ئې د عراق لومړی وزیر مصطفی الکاظمي خبر کړی دی .
د ترکیې د انقرې او استانبول پشمول په زیاترو سترو او واړو ښارونو کې د حسینی عاشورا په مناسبت په پرتم سره دستورې ترسره شوي او د دغه هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د حسیني عاشورا په مناسبت پخپل پیغام کې وئیلي دي ، د اسلامی امت ننني درست مشکلات هاله آواریدلی شي ، چې اسلامی ټولنه د حسیني عاشورا اهداف او انګیزو څخه درس واخلي .
**********************
اوس هم راګرځو دکابل چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې شریکې کوو ،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .
د کابل چاپ ځينو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د مصالحې عالي شورا د غړو معرفي کېدو ته لیکنې او سرمقالې بیله کړې دي.
مسیر ورځپاڼې د مصالحې عالي شورا د غړو په اړه د افغان ولسمشر په وروستي فرمان لیکنه کړې او اساسې ستونزهیې دا یاده کړې چې په دې برخه کې له ډېرو غړو سره مشورې نهدې شوي او له همدې امله يو شمېر سياستوالانو حامد کرزي، ګلبدين حکمتيار او صلاحالدين رباني هم د ملي مصالحې عالي شورا له غړيتوبه انکار کړی دی.
د سرمقاله لیکونکي په باور، دا شورا ټول شموله نهوه او د ډېرو سیمو، ولایتونو او ان قومونو استازي پهکې یا هېڅ نهوو او یا هم کم وو.
د لیکوال په باور، پر دغو ټولو ستونزو سربېره، ولسمشر دا کار د ملي مصالحې شورا له مشر ډاکتر عبدا... سره له مشورې پرته کړی دی چې په وینا ئې همدا وجه ده چې اوسیې پراخ اختلاف رامنیځته کړی .
= افغانستان ورځپاڼې هم خپله سرمقاله د مصالحې عالي شورا د نویو غړو معرفي کېدو ته ځانګړې کړې.
ورځپاڼې په اوسنیو حساسو شرایطو کې د سولې بینالافغاني خبرو ته په اشارې لیکلي، د سیاسي ډلو ترمنځ اتحاد باید وساتل شي او د دې سربېره به هېواد له بحران سره مخ نهشي.
وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او ګلبدین حکمتیار دریځ ته اشاره شوې چې د دې شورا غړیتوبیې رد کړی.
سرمقاله کې ټينګار شوی چې د سولې په خبرو اترو کې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، دولت او نورو سیاسي جریانونو همغږي مهمه ده چې د سولې په مذاکراتو کې د جمهوریت په پلوي کلک او پرېکنده دریځ ونیول شي.
= هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي چې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د غړو نوملړ د شورا له مشر عبدا...عبدا... سره په مشوره جوړ او خپور شوی دی.
سرمقاله کې ټينګار شوی چې ملت د سولې د هرې هڅې ننګه او ملاتړ کوي او د سولې لپاره مخالفتونه په هېڅ توګه د هېچا په ګټه نهدي.
په ورځپاڼه کې سرمقاله لیکونکي ټينګار کړی چې افغانستان تر ټولو مخکې ملي اجماع ته اړتيا لري، ځکه په وینا یې اوس يووالی نهشته .