د ترکیې ولسمشر اردوغان یو ظالم سړی دی
زمونږ خبریال وايي د ترکیې پخواني لومړي وزیر احمد داوود اوغلو د خپل هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان یو(۱) ظالم سړی وباله .
هغه پرون په دې خبرې سره چې ترکیه د مدیترانې سمندر په ختیځ کښې پوځي ټکر ته په ورګډیدا سره ماجرا غواړي د ډیپلوماسۍ په مقابل کښې قدرت ته په لومړیتوب ورکولو کښې یې د انکارې په رودې نیوکه وکړه او ویې ویل ولسمشر رجب طیب اردوغان ظلم ته ګروهنه لري او د ډیپلوماسۍ پرضد اقدام کښې د قدرت ښودلو ته مخه کوي .
د ترکیې پخواني لومړي وزیر احمد داوود اوغلو دغه راز ولسمشر رجب طیب اردوغان د مدیترانې سمندر په ختیځ کښې پوځي ټکر ته په ورګډیدا کښې په بلا غوښتنې تورن کړ او په صراحت سره یې وویل د مدیترانې د ختیځ په کړکیچ کښې د اردوغان روده له ډیر سخت ریسک سره یوځای ده .
احمد داوود اوغلو چې کله په واک کښې و نو له ګاونډیو هیوادونو سره د دښمنۍ د نه کولو ، له متحدانو سره د تاوتریخوالي د نه رامینځته کولو او د ترکیې د ښاریزو په ګټه د ښو اړیکو د رامینځته کولو سیاست ته یې ګروهنه درلودله .
د ترکیې پخواني لومړي وزیر احمد داوود اوغلو یوځل له اروپا سره د خپل هیواد د خبرو اترو د سره پیلولو او په بیلابیلو جبهو کښې د کړکیچونو د رامینځته کولو له سیاست څخه د لاس اخیستلو غوښتنې مطرح کړي او په ټولو مسائیلو کښې یې له یونان هیواد سره د خبرو غوښتنه وکړه .
هغه وویل د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان حکومت د اقتصاد ، د کورونا ویروس د خپریدا او د مدیترانې سمندر په ختیځ کښې د زیاتیدونکو تاوتریخوالو په شمول په اکثرو مسلو کښې بد عمل کړی دی .