روسیې پوځي مانورې ته نور هیوادونه وربللي
اینترفکس خبري اژانس وايي د روسیې دفاع وزارت شپږو (۶) هیوادونو ته په قفقاز ۲۰۲۰ ستراتیژیکې پوځي مانورو کښې د ګډون بلنه ورکړه .
د روسیې دفاع وزارت وویل چې ارمنستان ، بیلاروس ، چین ، میانمار ، پاکستان او ایران ته د قفقاز ۲۰۲۰ په نوم پوځي مانورې کښې د ګډون بلنه ورکړل شوي ده .
د روسیې د قفقاز ۲۰۲۰ په نوم ستراتیژیکه پوځي مانوره به د روان میلادي کال د سپتمبر د میاشتې له یویشتمې (۲۱) تر شپږویشتمې (۲۶) نیټې پورې ترسره شي .
د روسیې په مشرۍ د قفقاز ۲۰۲۰ په نوم پوځي مانورې کښې به کابو اتیا زره (۸۰۰۰۰) کسان ګډون وکړي .
په پوځي زمینه کښې له پاکې انرژۍ د استفادې څرنګوالی د دغه پوځي مانورې د ترسره کیدا یو(۱) هدف اعلان شوی دی .
د دغه پوځي مانورې په بهیر کښې به د روسیې به جنوب لویدیځو سیمو کښې پوځي امنیت تضمیندا ته په اړونده مسائیلو غور وشي .