امریکا د افغانستان په هکله له ایران سره خبرې غواړي
فرانسې خبري اژانس راپور ورکړ د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د افغانستان د مسائیلو په هکله له ایران سره د خبرو غوښتنه وکړه .
هغه پرون د امریکا د سولې د موسسې په غونډې کښې چې د ویډیو کانفرنس له لارې ترسره شوه وویل مهمه خبره ده چې ایران د افغانستان د راتلونکي په هکله د سلامشورو لپاره له بیلابیلو غونډو سره چې واشنګټن هم پکښې ګډون لري یوځاې شي .
د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد دغه راز د افغانستان د کړکیچ د حل په باره کښې په بیلابیلو غونډو کښې د ایران د ګډون غوښتنه وکړه .
د امریکا دغه غوښتنه په داسې حال کښې ده چې د امریکا په مینځګړیتوب سره د افغانستان د حکومت او د طالبانو ډلې ترمینځ د سولې خبرې اترې د سپتمبر د میاشتې له دولسمې (۱۲) نیټې راهسې په قطر کښې پیل شوي چې اوس هم دوام لري خو تراوسه یې کومه نتیجه نه ده ورکړي .
د ایران اسلامي جمهوریت په ځلونو ویلي دي چمتو دی د افغانستان د کړکیچ د حل کولو او په دغه هیواد کښې د جنګ او د نښتې د ختمولو لپاره د افغانستان له حکومت او خلکو سره مرسته وکړي خو باوري دی تر هغه وخته پورې چې په دغه هیواد کښې خارجي عسکر وي دغه چاره به محققه نشي .
سیاسي شناندي هم د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول د ګاونډیو هیوادونو له ګډون پرته د افغانستان د سولې د خبرواترو غونډې بې نتیجې ګڼي .