اسرائيل دې د جولان له لوړو ووځي
د اپه داسې حال کې دي چې د ملګروملتو امنیت شورا هم دجولان لوړې نیواکی بللي او له دغو لوړو ئې د صهیونیسټي رژيم د نیواکګرو عسکرو د وتلو په باب پریکړه لیکونه هم صادر کړي دي .
سپوټنیک خبری اژانس راپور ورکړد ناپيّلي غورځنګ غړو هیوادونو (نم ډلې )دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي،اسرائيل دې له سورئې سره له اړونده نیواکي جولان څخه ووځي او دغه نیول شوي لوړې د سورئې د ټاټوبي برخه دي .
په دغې اعلامیې کې راغلي دي،ددغه غورځنګ غړي هیوادونه د جولان د نیول شوي سیمې د نفوسي، فیزیکي،او قانوني وضعیّت د بدلولو لپاره د اسرائيلو د نیواکګرځواک درست اقدامات په کلکه محکوم کو ي.
ددغې اعلامیې په اساس اسرائيل باید د ملګروملتو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو پيروي وکړي او دجولان له لوړو دې ووځي .
د اپه داسې حال کې دي چې د ملګروملتو امنیت شورا هم دجولان لوړې نیواکی بللي او له دغو لوړو ئې د صهیونیسټي رژيم د نیواکګرو عسکرو د وتلو په باب پریکړه لیکونه هم صادر کړي دي .
صهیونیسټ رژيم په ۱۹۶۷کال کې د جولان په لوړو کې د سورئې د ټاټوبي کابو یو زره دوه سوه مربع کلومیټر برخه نیولې او له یوې مودې وروسته ئېدغه سیمه له نیواکي ټاټوبو سره یو ځاي کړې ده .