اذربایجان او ارمنستان د اووربند نوي موافقه وکړه
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړ ارمنستان بیګا له اذربایجان جمهوریت سره د نوي اووربند د موافقې خبر ورکړ .
د اووربند دغه موافقه له نن ورځې څخه پیلیږي .
دغه اووربند په داسې حال کښې پیلیږي چې د تیرې اونۍ د شنبې ورځې په سهار د روسیې په مینځګړیتوب سره د قره باغ د غرنۍ لانجمنې سیمې په هکله د ارمنستان او د اذربایجان جمهوریت ترمینځ د اووربند موافقه لاسلیک شوه خو د دغه موافقې له اجرا کیدا څو ساعته وروسته دواړو هیوادونو خپلو ژمنو ته له پام کولو پرته د یوبل پرضد حملې پیل کړې .
دغه راز د اذربایجان جمهوریت په ګنجه ښار باندې د ارمنستان په توغندوي حملې کښې پرون دیارلس (۱۳) ملکي وګړي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي ووژل شول او اته څلویښت (۴۸) نور کسان ژوبل هم شول .
ګنجه د اذربایجان جمهوریت دوهم (۲) ستر ښار ګڼل کیږي .