ملګري ملتونه دې له اسلامه د ویرونې مخه ونیسي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له ملګرو ملتو وغوښتل چې له اسلامه د ویرونې او په نړۍ کښې د اسلام خلاف د کرکې د مخنیوي لپاره خپل رول ولوبوي.
شاه محمود قریشي پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل: یوځل بیا د سپکاوي کونکي کاریکاټور خپریدل په اسلامي نړۍ کښې د قهر راپاریدو سبب شول او ملګرو ملتو ته پکار دي چې د دغه ډول اقداماتو مخه ونیسي.
د پاکستان خارجه وزیر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې هیڅ کس حق نه لري د بیان د آزادۍ په پلمه د میلیونونو مسلمانانو په احساساتو سترګې پټې کړي او د هغوي سپکاوې وکړي، زیاته کړه: د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون غیرمسئولانه څرګندونو دې اوور ته لمن وهلې ده.
قریشي زیاته کړه چې د پاکستان د وزیراعظم عمران خان د حکم له مخې، د اسلامي ملګرتیا سازمان د خارجه وزیرانو په راتلونکې غونډه کښې به په دې لړ کښې یو پریکړه لیک صادر شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم داشان وړاندیز وکړ چې د مارچ پنځلسمه نیټه له اسلامه له ویرونې سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په توګه وټاکله شي.