ورځپاڼو ته کتنه
د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې
نن له تهرانه چاپیدونکو کابو ټولو ورځپاڼو په ایران کښې د کرونا ناروغۍ د زور اخیستو او له امله یې د خلکو د مړینې د شمیر د زیاتیدو خبرونه خپاره کړې دي. هم داشان سبا د رسول ا... مبارک د نیکمرغه میلاد د کلیزې په مناسبت په ایران کښې عامه رخصتۍ ته په پام سره، په دې ورځو کښې چکرو ته د خلکو د تګ د مخنیوي په موخه، د هیواد په ۲۵ ولایتونو کښې له یو ښار نه بل ته په تګ راتګ بندیز اعلان شو. د ولایتونو او ولسوالیو ترمینځ د شخصي ګاډو او موټرانو په تګ راتګ باندې دغه بندیز د نن (دوشنبې) له ماسپښین ۱۲ بجو پیلیږي او د راتلونکې شنبې یا خالي د شپې تر ۱۲ بجو به دوام ولري.
د خلکو د تګ راتګ په لړ کښې دا محدودیت پس له هغې لګي چې په تیرو څو میاشتو کښې په داشان رخصتیو کښې په شخصي ګاډو کښې زیاتره خلک مسافرت ته لاړل چې له امله یې د کرونا وایرس په پراخه پیمانه خپور شو او ورسره د مړو شمیر هم زیات شو.
نن سبا په ټول ایران کښې د کرونا وایرس له امله په هرو دریو دقیقو کښې یو کس سر بایلي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/
راګرځو د تهران چاپ ابرار ورځپاڼې ته چې پخپل وړومبي مخ یې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف لخوا د ایران د پولو په ګاونډ کښې د ترهګرو ډلو د شتون په هکله خبردارې ورکړې دی.
ورځپاڼه د ښاغلي ظریف د یو انځور په چاپولو سره زیاتوي چې هغه قره باغ سیمې ته د داعش ډلې د پاتې شونو او د نورو ترهګرو د انتقالولو له کبله ناامنینو او له ترهګرو ډلو سره د مقابلې لپاره د ایران د ډیپلوماسۍ د ادارې د سلامشورو په هکله وویل: ایران تقریبا ډاډمن دی چې د قره باغ سیمې په جنګونو کښې ترهګر شته او تهران ټينګار لري دغه کار د هیڅ هیواد په ګټه نه دی .
د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم داشان وویل چې ایران د اذربایجان جمهوریت، ارمنستان ، روسیې او د ترکیې له چارواکو سره په وروستیو خبرو کښې قره باغ سیمې ته د ترهګرو د انتقالولو او د ټروریسټي ډلو د شتون په هکله اطلاعات هغوي ته ورکړي دي او ټینګار یې کړی دی چې د ایران اسلامي جمهوریت به دغه کار ونه زغمي .
هغه ټینګار وکړ همدااوس دغه ترهګر د ایران سرحدونو ته نږدې شتون نلري خو دغه احتمال شته چې دغه ټروریسټان اوس هم د ایران له سرحدونو سره په واټن کښې شته .
جواد ظریف دغه راز په قره باغ سیمه کښې د سولې د ټینګولو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت پلان ته په اشارې سره وویل د ایران د سولې پلان یوازې په اووربند پورې مربوط نه دی بلکې د هغه چوکاټ پراساس د جنګونو د ختمولو په لور حرکت دی چې د دواړو لورو د ژمنې په اعلان سره د یو شمیر اصولو په ټولګې سره پیلیږي او له ټولو نیواکي سیمو څخه د نیواکګرو ځواکونو د وتلو په شان اقداماتو سره دوام مومي .
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/
له تهرانه چاپیدونکې اطلاعات ورځپاڼې هم د کرونا د کنټرولولو په موخه د دوو اونیو لپاره د تهران د تعطیل کولو د څیړنې خبر په خپل وړومبي مخ راخیستې دی او د ایران د روغتیا د وزیر له خوا یې لیکلي دي: د کرونا وایرس په ژن کښې بدلون راتلو هغه ناروغۍ پیدا کونې او له یو نه بل ته یې د منتقلیدو له لحاظه لا خطرناک او وحشي کړې دی.
په عین حال کښې د تهران والي وویل چې د دوو اونیو لپاره د تهران د بندولو موضوع نن د ایران له روغتیا وزیر او د کورنیو چارو له وزیر سره څیړي.
له بلې خوا د کرونا ناروغۍ د مدیریت د مشرتابه کمیټې د درملنې مرستیال ډاکټر نادر توکلي وايي: له امدادي یا مرستندویه ادارو پرته د تهران د حکومتي او خصوصي په شمول ټولې اجرايي ادارې باید د دوو اونیو لپاره بندې شي.
هم دې یعنې اطلاعات ورځپاڼې په یو بل خبر کښې له انتخاباتو وروسته په امریکې کښې د کورني جنګ په هکله د کړکیچ د نړیوالې ډلې د خبرداري خبر هم راخیستې دی.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/
دا هم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ، د اسلام د ګران پیغمبر د نیکمرغه میلاد په مناسبت او دغه راز د وحدت اونۍ په وروستۍ ورځې د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمي سید علی خامنه اي د ریډیو او ټيلیویژن له لارې د ایران له ملت سره مستقیمې خبرې کوي.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،په داسې حال کې چط د امریکا دولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو ته یوازې یوه ورځ پاتې ده ، دامریکا په زیاترو ښارونو او دغه راز ایالتونو کې دډونالډټرمپ او جوبایډن د پلویانو په مینځ کې اخ و ډب تر دې حده رسیدلی چې وئيل کیږي ، په لسګونو کسان پکې ټپیان شوي او ځيني هم مرګي حاله دي.
د افغانستان په مختلفو سیمو کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمینځ هماغه راز ترینګلتیاوې او نښتې دوام لري او وئیل کیږي ، په د غو نښتو کې په لسګونو کسانو وینه بهیږي او دا حکومتي او مخالف وسلوال دي چې یوازې په امتیاز اخستو پسې دي.
په سورئې کې د دغه هیواد دپوځ او مقاومتي چورلیز د ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د تکفیری ترهه ګرو په لسګونو پټنځایونه تباه او د دوي په سترو وسلو سنبال پنځلس ګاډي هم تباه شوي دي .
دعربستان ولی عهد محمد بن سلمان د امریکا د ینویارک یوې محکمې په آل سعود رژيم نیوکه کونکي یوه آزاد او خپلواکه خبریال د وژلې په تور په محکمې کې د حاضریدو حکم ورکړی دی . حال دا چې د عربستان رژيم په دې بوخت دی څو دصهیونیسټ رژيم له ځينو عربو پيّلو او تالی څټو حکمرانانو سره اړیکې ټينګي کړي .
اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ، البته باید ووایو چې دغه لیکنې دد غو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .
*/*/*/*/*/*/*/*/*/
کابل چاپ
د کابل چاپ ځينو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې، په بینالافغاني مذاکراتو کې ځنډ، د نوماند وزیرانو نامعلوم برخلیک او د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د تازه څرګندونو په اړه لیکنې او تبصرې کړي.
هشت صبح ورځپاڼې په افغانستان کې د نوماند وزیرانو نامعلوم برخلیک ته په اشارې لیکلي، نوماند وزیران باید د وکیلانو کورونو ته ،بلکې د ملت کور ته لاړ شي .
د دې ورځپاڼې سرمقاله لیکونکي د ولسي جرګې په غړو سختې نیوکې کړي او د راپورونو پر بنسټیې لیکلي دی ، وکیلان د دې پر ځای چې د نوماندانو اسناد وڅېړي، د نوماند وزیرانو په مېلمستیاوو بوخت دي.
لیکوال لیکي، وړاندې تر دې ولسي جرګې پر حکومت نیوکې کولې چې کابینه وپېژني، خو اوس چې توپ یا غونډَسکه د دوي په میدان کې ده، دا پروسه د خپلو شخصي موخو لپاره ورځ تر بلې ځنډوي.
د سرمقالې لیکوال ټینګار کړی چې د ولسي جرګې غړي او نوماند وزیران باید یوازې د ملت کور کې یو بل وویني نه دا چې په شاندارو مېلمستیاوو کې د یو بل کوربه واوسي.
= د هېواد دولتي ورځپاڼې سرمقاله کې بیا د افغانستان په اړه د جرمني شپيګل مجلې سره د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د وروستیو څرګندونو په اړه تبصرې شوې دي.
سرمقاله لیکونکي لیکلي، د پاکستان صدراعظم یو ځل بیا په افغانستان کې د نوي حکومت یادونه کړې او له شپیګل خپرونې سره ئې په خبرو کې ویلي، پاکستان هیله لري چې د افغانستان نوی حکومت به اجازه نهورکوي هند د دغه هېواد د خاورې له لارې پر پاکستان حملې وکړې.
د لیکوال په باور د عمران خان له لوري د نوي حکومت یادونه ټینګار پر دې دی چې پاکستان په لوی لاس غواړي طالبانو ته د واک واګۍ په لاس کې ورکړي.
لیکوال ټینګار کړی چې افغان حکومت باید د عمران خان دې څرګندونو په اړه غبرګونونه وښيي او دا خبرې بېځوابه پرېنږدي.
= د دنیا ورځپاڼې بیا، په قطر کې د افغان سولې مذاکراتي پلاوو څخه غوښتي چې هېواد کې د روانې جګړې درولو ته لومړیتوب ورکړي.
لیکوال لیکلي، سره له دې چې دوحه کې د افغان حکومت او د طالبانو استازي په خبرو بوخت دي، خو افغانستان کې په ورځني ډول لسګونه افغانان وژل کېږي.
سرمقاله کې راغلي، کله مو چې د مذاکراتي پلاوو له غړو غوښتي چې دا نامشروع جګړه باید ژر تر ژره ودروي، نو دوی دا دلیل وړاندې کوي چې ۴۰ کلنه جګړه په یوه ورځ کې نه حل کېږي، خو د لیکوال په باور دا دلایل باید نور څنډې ته کېښودل شي او په لنډه موده کې دواړه لوري په اوربند هوکړه وکړي.
البته ډیری شناندي او کارپوهان بیا دا هم وائي چې ګواکې په قطر کې دبین الافغاني لوري دخبرو اترو خپلواکي نه لري او داسې څو کشته چې ورته ډیکټیشن ورکوي او غواړي د غه خبرې اترې ترسره نشي او د ایجنډا په سر روان بحثونه اوږده شي او له خبرو سیاستوالان ، چارواکي ، مدني ټولنې او ولس نهیلی شي او خبره بیا هم نیمګړي پاتې شي .
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/