له خپلې کاميابۍ مطمئن يم
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93986-له_خپلې_کاميابۍ_مطمئن_يم
د ډېموکرېټ ګوند نامزد جوبائيډن بېګا وويل، د امريکې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې له خپلې کاميابۍ مطمئن دے.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 05, 2020 07:28 Asia/Kabul
  • له خپلې کاميابۍ مطمئن يم

د ډېموکرېټ ګوند نامزد جوبائيډن بېګا وويل، د امريکې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې له خپلې کاميابۍ مطمئن دے.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې جوبائيډن د امريکې په ډلاوېر ايالت کښې په يوه اخباري ناسته کښې وويل په ايالتونو کښې د ۲۷۰ الېکټرول رايو حاصلولو لپاره د کاميابۍ په لار کښې دے.

بائيډن په دوام کښې وعده ورکړه چې هغه به د ټولې امريکې ولسمشر وي او د ټولو امريکنيانو لپاره به کار کوي.

د امريکې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې له خپلې کاميابۍ څخه د بائيډن د اطمينان څرګندونه په داسې حال کښې ده چې ټرمپ څو ګېنې مخکښې په سپينه ماڼۍ کښې اخباري کانفرنس جوړ کړ او پکښې يې په انتخاباتو کښې د خپلې کاميابۍ په اعلانولو سره په انتخاباتو کښې د ټګۍ د احتمال په باره کښې خبردارے ورکړ او ګواښ يې وکړ چې له ټګۍ سره د مقابلې لپاره به سترې محکمې ته رجوع وکړي.

د انتخاباتو د وروستيو شمېرنو له مخکې جوبائيډن تر اوسه ۲۶۴ او ډونالډ ټرمپ ۲۱۴ رائې ترلاسه کړي دي.