د کولمو زخم او د کرون ناروغي
ناروغ د کومي مخینې پرته د کرون له نښو سره مخامخ کیږي، ناروغ ممکن د زیاتي مودې لپاره هیڅ ډول نښې و نه لري خو کله چي یې ناروغي فعاله شي د نس ناستې، تبي، ستړیا، د نس درد، د کولمو تاو، په مدفوع کې وینه، د خولې زخمونه، د اشتها کموالې، او د وزن له کمېدو سره مخامخ شي.
د هاضمې د جهاز ناروغۍ د خوړو د هضم پر پروسې او د خوارکي توکو پر جذبېدو باندې ناوړي اغېزي پرې باسي، د هاضمې جهاز داسي یو پیپ دی چي د خولې څخه را شروع کیږي او تر مقعد پوري رسي، په همدې خاطر د هاضمې د جهاز د بېلابېل ډولونه لري، په دې خاطر هڅه کوو چي په جلا توګه د هري ناروغۍ په هکله ستاسو سره معلومات شریک کړو.
د کرون ناروغي یوه داسي ناروغي ده چي د کولمو او د هاضمې د پوره سیسټم د پاړسوب سبب ګرځېدایشي، د دې ناروغۍ د املمه د کولمو د د جدارونو داخلي جوړښتونه زیانمن کیږي، دغه ناروغي کولای شي ډېره دردونکې شي او یا هم حتی د مرګ خطره رامینځ ته کړي، په داسي حال کې چي د کرون د ناروغۍ لپاره هیڅ یوه داسي درملنه نه ده موندل شوې خو داسي طریقې شته چي په هغوی سره یې نښې کنټرولېدایشي او د زیاتي مودې لپاره ناروغ ارامېدای شي، په اکثرو ناروغانو کې درملنې کولای شی د کولمو د فعاله کېدو سره مرسته وکړي، که په مدفوع کې مو وینه وي او تل د نس دردونه درته پیدا کیږي حتما ډاکتر ته مراجعه وکړئ.
د کرونا د ناروغۍ اصلي لامل نه دی پېژندل شوی، په پخوا وختونو کې ډاکټران په دې باور وه چی د اسټرس او د ناوړو خوړو د امله دغه ناروغي رامینځ ته کیږي خو اوس هغوی په دې پوهیدلي چي یاد فکټرونه یوازې د ناروغۍ د زیاتېدو لامل ګرځي او د دې ناروغۍ د رامینځ ته کېدو اصلي لامل نه دي.
د څېړونکو په وېنا کېدایشي دغه ناروغي د بدن د مدافعې د سیسټم په فعالیتونو کې د ناخوالې او یا هم د جنټیکل مسالو د امله رامینځ ته شي، همدارنګه د دې ناروغۍ د پیدا کېدو خطره د ایبوپروفن، ناپروکسین سډیم او ډیکلوفناک سډیم په خوړولو او د سيګرېټو په څکولو سره زیاته شي.
د کرون په ځینو ناروغانو کې یوازې د وړو کولمو وروستی برخي ښکېلیږي، په نورو مورادو کې بیا یوازې د غټو کولمو یوه برخه ښکېلېدایشي، خو په ټول کې د وړو او غټو کولمو په وروستیو برخو کې اثرات زیات څرګنډیږي، دغي نښې د وخت په تېرېدو سره پرمختګ کوي.
په ځینو مواردو کې په ناڅاپه توګه ناروغ د کومي مخینې پرته د کرون له نښو سره مخامخ کیږي، ناروغ ممکن د زیاتي مودې لپاره هیڅ ډول نښې و نه لري خو کله چي یې ناروغي فعاله شي د نس ناستې، تبي، ستړیا، د نس درد، د کولمو تاو، په مدفوع کې وینه، د خولې زخمونه، د اشتها کموالې، او د وزن له کمېدو سره مخامخ شي.
په ځینو ماشومانو کې ممکن داسي نښې لکه د بدن پاړسوب، د سترګو او د بندونو پاړسوپ، د ویني او د صفرا ستونزې او د جنسي په وده کې ناخوالې تر سترګو شي.
د کرون ناروغي د کولمو د بندېدو، د معدې د زخم، فیستول، د انل فیشور، خوارځواکي، د غټو کولمو د سرطان، د وینې کمښت، د پوستکو د ناروغیو، د هډوکو د کمزوري کېدو، ارټریت، د ینی او یا د صفرا د کڅوړي د ناروغیو سبب وګرځي.
تر نن پوري د کرون د ناروغۍ د تشخیص لپاره هیڅ یو معاینات نه دی موندل شوی، ډاکټر د کرون د تشخیص لپاره د بېلابېلو طریقو څخه کار اخلي، د ویني د کمئ معاینات، د عفونت او د مدفوع معاینات، او کولونوسکوپي چي ډاکټر د یو نري پیپ څخه کار اخلي او دوربین دننه کوي او د وړو کولمو او د غټو کولمو ځینې برخې ګوري او سېمپلونه ترې جلا کوي.
ډاکټران د دې ناروغۍ د کنټرولو لپاره د درملو، پرهېز او اپرېشن څخه کار اخلي، د درملو په وسیله په درملنه کې د انټي بیوټیک، او امینوسالیسلات د کولمو د پاړسوب څخه د مخنیوی لپاره او د کورټیکو اسټروییدز څخه بیا د بدن د مدافعي سیسټم د ځپلو او د پاړسوب د راکمولو لپاره کار اخیستل کیږي، ډاکټر ممکن ځینې ځانګړې خوراکونه د پیپ په وسیله او یا هم د ستنې پوسیله ورید ته داخل کړي چي په دې کار سره د ناروغانو طاقت زیاتیږي او کولمو ته د استراحت اجازه ورکول کیږي، د کولمو استراحت په لنډ مهاله کې کولای شي د پاړسوب د له مینځه تلو سبب شي.
که د خوراکي رژیم او د ژوند د طریقې په بدلولو او په درملو سره د ناروغۍ نښې له مینځه ولاړ نه شي ممکن ډاکتر د اپرېشن سپارښتنه وکړي.
تقریبا په کرون باندې د نیمایي ناروغانو درملنه یوازې په اپرېشن سره کېدونکې ده، خو بیا هم اپرېشن هم په بشپړه توګه د کرون علاج نه شي کولای، په اپرېشن کې یوازې د کولمې هغه برخه لیري کیږي کوم چي زیات تخریب شوی وي او بیا سالمي برخې د یو بل سره وصل کیږي.
همدارنګه ممکن د فیستول او د ابسیزو د تړلو لپاره هم اپرېشن تر سره شي.
په اپرېشن سره د کرون ناروغان د لندي مودې لپاره ښه کیږي ځکه چي یاده ناروغي په کوم ځای کې چي تر اپرېشن وروسته د کولمو جوړښتونه جوښ خوړلي وي له سره پیدا کیږي نو ښه دی چي تر اپرېشن وروسته د ناروغۍ د بیرته راګرځېدو د خطرې د کمولو په موخه اړیني درملې استعمال شي.
د کولمو زخم یا (کولیت اولسراتیو) داسی یوه ناروغي ده چي د کولمو د داخلي برخو د زخم او پاړسوب سبب ګرځي، د کولمو زخم د کولمو پر لاندنې برخو یعني د اس پر برخو او مقعد باندې اثر اچوي، خو ممکنه ده چي ټولي کولمي تر اثر لاندې راشي. په عمومي توګه هر څومره چي د کولمو زیاتې برخې ښکېل شي په هم هغه اندازه یې نښې ښکاره کیږي.
د کولمو زخم په لویانو او ماشومانو دواړو کې رامینځ ته کېدایشي، خو په اکثرو مواردو کې د کولمو په زخم اخته ناروغان ځوانان یعني تر ۳۰ کاله کم عمر لرونکي کسان دي.
د کولمو زخم ممکن د کمزوری او یا حتی د سرطان د رامینځ ته کېدو سبب شي. د کولمو زخم خپلي نښې د وخت په تېرېدو سره ښکاره کوي او ورځ تر بلي د ناروغ حالت خرابیږي.
یعني ځینو مواردو کې حتی تر کلونو پوري لا دوام کولای شي، درملنه کولای شي د ناروغۍ نښې تر یوې اندازې پوري کنټرول کړي او یا هم د اوږدمهالي مودې لپاره یې له مینځه یوسي.
د درملنې طریقه د ناروغ د ناروغۍ د سختوالې او نښو سره تړاو لري، د کولمو د زخم څرنګوالې کولای شي په هر یو کس کې بېل وي، ډاکټر د ناروغ حالاتو ته په کتو سره د درملنې طریقه بدلوي تر څو د ناروغۍ نښې له مینځه ولاړي شي.
د کولمو د زخم لامل نه دی مشخص شوی، احتمالا د بدن د مدافعې د سیسټم غیر طبیعي فعالیتونه د دې ناروغۍ په رامینځ ته کېدو کې مهم رول لوبوي. د بدن د مدافعې سیسټم د بکټریاو، وېروسونو او فنګلو سره د مبارزې مسئولیت لري.
په عمومي توګه د بدن د مدافعې سیسټم هغه وخت فعاله کیږي چي بدن ته میکروبونه ورننوتی وي، خو د کولمو په زخم باندې په اخته ناروغانو کې د کوم بهرني تیری کوونکې پرته د بدن د مدافعې سیسټم فعاله کیږي او د بدن د مدافعې د سیسټم غیر طبیعي فعالیت د کولومو د پاړسوب سبب ګرځي.
د بدن د مدافعې سیسټم غیر طبیعي فعالیت یو جنیټکل ستونزه ده نو په دې خاطر په ای بی دی باندې د اخته ناروغانو اولادونه د کولمو د زخم له ګواښ سره مخامخ دي.
د کولمو تاو، د نس دردونه، نس ناستې او د مقعد وینې کېدا د کولمو د زخم له نښو څخه بلل کیږي، همدارنګه په ځینو کسانو کې داسي نښې لکه تبه، د لوږې نه احساس او د وزن کمېدا هم تر سترګو کیږي.
په سختو مواردو کې ناروغ د ورځې له ۱۰ څخه بیا تر ۲۰ ځلې نس ناستې لري، په ځینو مواردو کې د کولمو زخم د بندونو د درد، د سترګو او د ینو د ستونزو د رامینځ ته کېدو سبب ګرځېدایشي. دې ته مو پام وي چي د کولمو د زخم نښې د وخت په تېرېدو سره خپله ورکېدایشي او پسله یوې مودې نه بیرته راښکاره کیږي.
د دې ناروغۍ د تشخیص او درملنې طریقې هم د کرون د ناروغۍ سره ورته دي، د کولمو په زخم باندې اخته ناروغان ټول عمر باید درملي استعمال کړي مګر دا چي د کولمو هغي برخي چي خرابي شوي د اپرېشن په ذریعه لیري کړی وي.
که د کولمو پاړسوب په درملو سره له مینځه ولاړ نه شي او نښې کنټرول نه شي نو ناروغ د اپرېشن نه پرته بله چاره نه لري، همدارنګه که د کولمو په زخم اخته ناروغ د ویني تویېدنې سره مخامخ شي یعني کولمي څیري او له مقعد نه یې ویني رواني شي نو ناروغ ته د اپریشن پرته بله چاره نه پاتي کیږي، که د کولمو په زخم باندې د اخته ناروغ حالات خراب نه وي خو د ناروغۍ د امله په خپلو روزمره چارو کې پاتي راشي هم اپرېشن ته ضرورت لري.
د کولمو د زخم د درملنې لپاره تر ټولو مروج اپرېشن د مقعدی کولمې یا د د پروکتوکولکتومي او د ایلئال د کڅوړي اپرېشن دی، په دې اپرېشن کې ډاکټر غټي کولمې او د ښي لوري کولمې لیري کوي او د جي کڅوړه د وړو کولمو او د مقعد تر مینځ ایږدي، په دې اپرېشن سره د ناروغ کولمي نورمال فعالیت کولای شي او ناروغ تشناب ورتلو ته اړتیا لري، په دې طریقه کې ناروغ د مدفوع د دفع کولو لپاره د اسټومي کڅوړي ته ضرورت نه لري، دغه طریقه په دوو اپرېشنونو سره د یوې میاشتي په واټن سره تر سره کیږي او ناروغ له څلورو څخه بیا تر ښپږو اوونیو په موده کې ښه کیږي.