امریکا د هیوادونو د ګډون مخه نیسي
زمونږ خبریال وايي د سوریې د خارجه وزیر مرستیال ایمن سوسان وویل امریکا په متحده عربي اماراتو او مصر باندې د دباو په راوړلو سره په دمشق کښې د کډوالو د بیرته ستنیدا په نړیوال کانفرنس کښې د دغو دوو(۲) هیوادونو د ګډون کولو مخه ونیوله .
هغه پرون د روسیې له سپوتنیک خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل متحده عربي اماراتو ویلي وو د کډوالو دبیرته ستنیدا په هکله د دمشق په نړیوال کانفرنس کښې ګډون کوي خو د امریکا په دباو سره یې اوس په دغه کانفرنس کښې له ګډون کولو ډډه کړي ده .
د سوریې د خارجه وزیر مرستیال ایمن سوسان د عربو هیوادونو په موجودو مسائیلو او مشکلاتو کښې د عربو اتحادیې د کړچار او د رول په هکله وویل دغه اتحادیه د عربو او دسیمې د هیوادونو په بدلونونو کښې هیڅ رول نلري .
د سوریې د کډوالو د بیرته ستنیدا کانفرنس پرون په دمشق کښې پیل شوی .
په دغه نړیوال کانفرنس کښې چې نن هم دوام لري د ایران د چین د روسیې د لبنان د پاکستان او د عمان هیوادونو استازي ګډون لري .