د ایران په ضد دې بندیزونه سملاسي ختم کړئ شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94177-د_ایران_په_ضد_دې_بندیزونه_سملاسي_ختم_کړئ_شي
۷۷ډله + چین په یو سل شپږ دیرشو غړو هیوادونو سره ، په ملګروملتو کې یوه تر ټولو ستره او قدرتمنه ډله شمیرل کیږي . دایران اسلامی جمهوریت هم د ۷۷ډ‌لې غړی هیواد دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 14, 2020 02:12 Asia/Kabul
  • د ایران په ضد دې بندیزونه سملاسي ختم کړئ شي

۷۷ډله + چین په یو سل شپږ دیرشو غړو هیوادونو سره ، په ملګروملتو کې یوه تر ټولو ستره او قدرتمنه ډله شمیرل کیږي . دایران اسلامی جمهوریت هم د ۷۷ډ‌لې غړی هیواد دی .

 ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی ، د چین او ۷۷ډلې خارجه وزیرانو د غونډې په پایزې اعلامیې کې  چې پرون  ناوخته خپره شوي ،  د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد  یو اړخیز اقتصادي بندیزونه  پکې مردود بلل شوي او  ددغو بندیزونو دسملاسي لغوه کولو غوښتنه ئې کړې ده .

 د چین او ۷۷ډلې  دغړو  هیوادونو  خارجه وزیرانوپه دغه ویډیوئی ویبینار  کې  همدرااز  دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې پر ساتلو او  ورڅخه په ملاتړ ټينګار کړی او وئيلي ئې دي ، نړیواله ایټمی موافقه   د نړیوالو بحرانونو او مسئلو  د حل لپاره یوه  پیاوړي څواړخیزه بریالۍ موافقه ده .

 ۷۷ډله + چین په یو سل شپږ دیرشو غړو هیوادونو سره ،  په ملګروملتو کې یوه تر ټولو ستره او قدرتمنه  ډله شمیرل کیږي .  دایران اسلامی جمهوریت هم د ۷۷ډ‌لې  غړی هیواد دی .

په وروستیو میاشتو کې  په ایران او دنړۍ په کابو درستو هیوادونو کې  د کرونا ویروس په خوریدا پسې  زیاتره نړیوالو چارواکو او هیوادونو  د ایران په ضد دامریکا دغیرقانوني  اویواړخیزو بندیزونو دلغوه کولو غوښتنې کړي ، خو دا د سپينې ماڼۍ  چارواکي دي ، چې په کرغیړن کړچار سره   هماغه راز خپلو غیر انساني او غیر اصولي بندیزونو ته دوام ورکړی او هماغه راز دغه غیر قانوني اقدامات بیا هم لاپسې سختوي .

Image Caption