د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94279-د_تهران_او_کابل_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیومطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پيل کې درته دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځينو ورځپاڼو ته یوه لنډه کتنه وکړو .نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 18, 2020 09:05 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیومطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پيل کې درته دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځينو ورځپاڼو ته یوه لنډه کتنه وکړو .نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

  دا هم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ،د ایران داسلامی جمهوریت ځوانو متخصصانو د کروناویروس د ژن  د زر مشخص کولو  کیټ چې  یوازې له پنځلسو تر شلو منټو کې په کرونا ویروس ککړپيژندي ،د اسلامی ایران د ولسمشر د مرستیال په شتون سره  نندارې ته وړاندې شو .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، د عربستان  دآل سعود رژيم  له هیواده بهر مخالفانو د  یوې اعلامیې په خپرولو سره  وئيلي دي ،  آل سعود رژيم  نه اصلاح کیږي ،او باید  نسکور شي .

فکس نیوز خبری چینل په یوه وروستي تحلیل کې  د امریکا د ولسمشرۍ  دانتخاباتو د نتیجې په سر د ډيموکراټانو او جمهوری پالو له کشمکش سره په یووخت  په دغه هیواد کې د سترې انتخاباتي رسوائۍ د خبر په خپرولو سره  وئيلي دي ،   په امریکا کې انتخاباتي بحران  اوس  پیل شوی دی .

د ایران د پارلیمان یو شمیر استازو  ولسمشر حسن روحاني ته په یوه لیک لیږدولو سره لیکلي دي ، له دښمنه  د داخلی مشکلاتو د حل کولو او یا دملګرتیا هیڅ  توقع او هیله نه دي لرل پکار ځکه  دوي د ایران د ملت د له مینځه  وړلو  دسیسې په اجرا کولو پسې دي او باید   د ایران حکومت  او ملت  پخپلو پښو ودریږي .

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  چې  اوس  له ډيرو زیاتو داخلی مشکلاتو او ترینګلتیاؤ سره مخامخ شوی ،  او  ماته خوړل او له قدرته لیریکیدا  ته غاړه نه ږدي ،  ټينګار کوي ، چې په لویدیځي آسیا  او په تیره بیا په افغانستان کې خپل  پوځیان کموي  چې په دې شخړې کې د ډيموکراټانو او جمهوری پالو  له سختو مخالفتونو  سره  مخامخ شوی دی .

 خبری سرچینې وائي ، په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې د اروپایانو بې عملي  د ډونالډټرمپ  له ویرې نه  ،بلکې  قصدا او  ګټه غواړي  ا قدامات وو.

                   دا هم د تهران  چاپ همشهري ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ،د ایران د اسلامی جمهوریت  له کرونائي بحران سره مبارزې ملی کمیټې له شنبې ورځې راهسې  د  هیواد په یوسل پنځوسو ښارونو کې  بیړنی حالت اجرا کوي او  د شپې له نهوبحو څخه تر سهار اتو بجو پورې به غیر ضروري تګ راتګ او کارکسب  چټي وي  او د سرۀ وضعیّت  لرونکو ښارونو ته د نورو ښارونو دګاډو په تګ  راتګ هم زیاته جرمانه لګول شوې ده . 

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني  په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،مونږ د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې پخپل ځاي د پاتیکیدا لپاره هغه  که    له امریکا سره او  یا له امریکا پرته وي  ، تیار یوو ،  او له دې مخکې مو هم وئيلي دي ،که  ددغې نړیوالې  ایټمي موافقې نور لوري پخپلو ژمنتیاؤ  عمل کولو ته راوګرځي ، نو ایران هم پخپلو درستو ژمنو عمل کولو ته تیار دی .

 د امریکا نوي منتخب شوي ولسمشر جوزف بایډن  تیره اونۍ  له انتخاباتو وروسته پخپل لومړني  خبری کنفرانس کې وئيلي دي ،  دنړۍ  د هیوادونو  مشرانو ته ئې چې  له دۀ سره ئې  تماس ټينګ کړی ، ټینګار کړی  چې امریکا بیرته نړیوال ډګر ته راستنیږي ا و  موجوده منزوي کیدا او یو اړخیز پالنه به پاي ته ورسوي ،  داپه داسې حال کې دي چې دا مریکا اوسنی جنجالی  او کرغیړن ولسمشر ټرمپ تر دې دمه  په انتخاباتو کې په ماتې اعتراف نه کوي او  هماغه راز له دړکو او یو اړخیز پالنې لاس په سر شوی نه دی .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،  چین او په آسیا او اوقیانوسیې  کې  نورو څوارلسو هیوادونو  بلاخره د دنیا دآزاد تجارت  یوه ترټولو ستره موافقه  نهائي کړي ده  او په دې توګه  د دنیا لومړنۍ تجارتي موافقه چې  امریکا ئې معماره نه ده ، رامینځةشوي ده .

 د افغانستان  په بیلابیلو سیمو کې د  افغان امنیتی مامورانو او وسلوالو طالبانو ترمینځ  اخ وډب  او دغه راز  هره ورځ د لسګونو کسانو د وینو بهیدا د وام لري  او داپه داسې حال کې دي چې  په قطر کې د امریکا او طالبانو  ډلې او دغه راز د کابل د حکومت او طالبانو ډلې ترمینځ د روغې جوړې  خبرواترو ته هیلې نوره پیکه شوي او  د ا د افغانستان  بې ګناه ولس دی چې  هماغه راز ئې وینه بهیږي .

                دا هم  د تهران قدس ورځپاڼه ده چې نن ئې پخپل انټرنیټي سایټ  کې لیکلی دي ،  د امریکا فارن پالیسي خپرونې  په یوه راپور کې   لیکلي دي ،د امریکاد فلوریډا ایالت  یوه سناتورمارکو روبیو  په لویدیځي رسندویو  او نیویارک ټایمز ورځپاڼې کې  د  ایران په ایټمي تاسیساتو  د یوې حملې د ارزونې لپاره د ډوالډټرمپ د غوښتنې او له  له دغه پوځي اقدام سره د  هغه د سلاکارانو د مخالفت  په باب خپور شوی  خبر  چټي اودروغ بللی دی .  داپه داسې حال کې دي چې  داریکا  یوشمیر ډیموکراټو سناتورانو او د کانګرس غړو ددغه هیواد  خزانې  او خارجه  چارو وزیرانو ته د لیک په لیږدولو سره   د درملو او طبي  تجهیزاتو د لیږد لپاره د ایران په ضد د بندیزونو د کمولو غوښتنه کړې ده .

 د سورئې په دیرالزور او حسکه ولایتونو کې د دغه  هیواد پوځ او د مقاومتي چورلیز ځواک په یولړ ګډو عملیاتو کې  د تکفیری ترهه ګرو یو شمیر پټنځایونه تباه او دهغوي  په لسګونو  هغه ګاډي چې سترې وسلې پرې لګیدلی وې هم له مینځه وړي دي . دغه راز وئیل کیږي ، چې  د وسلو او چاودیدونکو موادو یوشمیر ستر سلاکوټونه  ئې هم کشف اوضبط کړي دي .

د پاکستان په ګلګت بلتستان  سیمې کې  په ځاي انتخاباتو کې  د پاکستان واکمن ګوند تحریک انصاف تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلي دي او امکان ئې شته چې په دغې  شمالی سیمې کې هم د تحریک انصاف ځاي حکومت جوړ شي ، البته د دغه  مرکزي حکومت اپوزیشن ګوندونو په تیره بیا  پيپلز ګوند او مسلم لیګ ن څانګې او ورسره جمعیت علماي اسلام ف څانګې ددغو انتخاباتو د نتیجو له منلو انکار کړی او وئيلي  ئې دي ، په دغو ځاي انتخاباتو کې د ولس پر رایو ډاکه اچول شوي ده او  باید د ولس رائې بیرته وشمیرل شي . 

د افغانستان ولسمشر  اشرف غني  د کډوالو د   چارو له لوړ کمیشنر فلیپوسره په کتنې کې وئيلي دي ،په هیواد کې سوله او اور بند  د افغان کډوالو پخپله خوښه د بیرته ستنیدا لپاره شرائط او لاره برابروي ، نو په دې علت هم پکاري دي  نړیواله ټولنه په  وسلوالو  مخالفانو دباؤنه زیات کړي څو  سولې او دایمي اور بند ته غاړه کیږدي .

                اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځينو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،البته باید ووایو چې دغه  لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .

Image Caption

 

 

د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو په خپلو نننیوګڼو کې تر ډېره حده د نړیوالې ټولنې د مرستو کمېدو او کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر  عمران خان د سفر په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

مسیر ورځپاڼې وړاندوينه کړې  او لیکلي ئې دي،له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو له کمېدو او د امریکايي ځواک له وتلو وروسته ، دکابل حکومت د هند او ایران پر مرستو تکیه کوي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي،که امریکايي ځواکونه له افغانستانه  وځي او نړیواله ټولنه مرستې کموي، نو دوې لوئې وېرې  شته دي، طالبان به له پوځي اړخه پر حکومت برلاسي شي او حکومت به له مالي اړخه کمزوری شي.

ورځپاڼې دغه‌شان ټینګار کړی چې باید پر بهرنیانو او   ګاونډیو تکیه ونه‌شي ځکه په وینا یې دا نه د حکومت د ژغورنې لاره ده او نه هم د افغانستان د ژغورنې، بلکې په‌کار ده چې اصلي تکیه پر خپلو خلکو، جوړجاړي او سوله وشي.

د ورځپاڼې په باور،که سوله ونه‌شي، نه هند، نه پاکستان او نه هم نور هیوادونه مونږ ژغورلی شي، بلکې لا زیات به مو د جګړو کندې ته ورټېل وهي.

                هشت صبح ورځپاڼې کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان کېدونکي سفر ته په اشارې سره لیکلي دي ، دا ډول تشریفاتي سفرونه د افغانستان او پاکستان ترمینځ ستونزې نه‌شي هوارولی.

ورځپاڼې مخکې لیکلي دي ، ،که څه هم عمران خان د ټاکنو پر مهال جنجالي څرګندونې کړې وې چې د دواړو هېوادونو ترمینځ د اختلافاتو لامل شوي، خو د ليکوال په وينا دا ډول سفرونه به یوازې د دواړو هېوادونو ترمینځ نسبي اعتماد جوړونه وکړي.

سرمقاله ليکونکي د افغان ولسمشر اشرف غني له لوري د پښتون ژغورنې له غورځنګ څخه ملاتړ ته په اشارې لیکلي چې پاکستان هم د ګلبدین حکمتیار او یو شمېر نورو ګوندونو په جلبولو سره هڅه کوي چې د سولې لوری د ځان په ګټه واړوي .

              هېواد حکومتي ورځپاڼې بیا د ناټو غړو هېوادونو مرستو ته په اشارې لیکلي چې ناټو موسیسه  په هېڅ توګه له افغانستانه د بې‌مسؤليته وتلو له پرېکړې سره همغږې نه‌ ده، بلکې غواړي، چې په اوسني وخت کې له افغانستان سره پاتې شي او په پوځي او تجهيزاتي ډګرونو کې له افغانستان سره ملګرتیاو او مرستو ته دوام ورکړي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، د ناټو سازمان غړي هېوادونه د افغانستان حالت ښه درک کولای شي، دناټو مسئولان وايي ،لا هم د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته سخته اړتيا ده، دا مبارزه بايد دوامداره وساتل شي او دا مبارزه بايد وګټل شي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره، دا هغه څه دي چې امريکا هم ورته ژمنه ده او تل‌يې ټینګار کړی چې د ترهګرۍ پر وړاندې بايد مبارزه وشي.

 البته ښکاره نښې نښانې ښئ  او ډيری کارپوهان او شناندي هم په  دې اند دي چې  نه هم ناټو او  نه هم امریکا،  په افغانستان کې د  افغان ولس   دهوساینې او سولې اوثبات لپاره نه بلکې  د خپلو سپیرو  ګټو لپاره شتون  لري او کله ئې  چې دغه سپيرې  ګټې او موخې په خطر کې وي  نو  هیڅکله به هم د افغان ولس او سولې لپاره په دغه هیواد کې پاتې نشي، نو ځکه پکار ده  د افغانستان  حکومت ا و ولس او دغه راز ګوندونه او ډلې ټپلې  دې پخپلو کې سره کیښني او  د خپل هیواد لپاره پخپله  سوله اوثبات  رامینځة کړي ،که داسې نه وي ،نو راتلونکی به ئې هیڅکله هم ونه بخښي او دغه هیواد  او ولس به ئې هیڅکله هم د سولې آوثبات او  هوساینې  بوئ ونه ویني .