استنبول ته د پمپیو سفر، واشنګټن او انکاراترمینځ د اړیکوسړوالی سمبول
په حقیقت کی انکارا واشنګټن ته سپارښتنه کړی ده چی د ترکیې په شمول په نورو هیوادونو کی د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ دوضعیت په اړه له خبرو مخکې په امریکا کی د بشری حقوقو د خلاف ورزیو ډیر بد وضعیت ته پام وکړی
په وروستیو کلونوکې د امریکا او ترکیې اړیکی له ټیټوهسکو سره مخامخ دی . انکارا هیله درلوده چی د ټرمپ په پړاو کې د دواړو هیوادونو اړیکی ښې شی خو له روسیې د ایس څلوره سوه توغندوی سیسټم د اخیستلو ، د ایف ۳۵ جنګی الوتکو له خرڅولو د امریکا د ډډې او په بایکاټ د ترکیې د ګواښلوپه شمول دواړو هیوادونو ترمینځ اختلافاتو هماغه راز د هغو په اړیکو سیورې غوړولې دې .
استنبول ته د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپیو سفر چی د لوړ رتبه ترک چارواکو له ساړه هرکلی سره مخامخ شو ، د واشنګټن او انکارا د اړیکو د ساړوالی سمبول بللې شو . پمپیو د ګل په ورځ د دینی لږکیو د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره استنبول ته ولاړ . د امریکا د خارجه وزیر د سفر د پروګرام په اساس هغه د ترکیې له مسولانو سره هیڅ کتنه نه درلوده .
د دې په ترڅ کې چی واشنګټن وویل د ارتډوکس کلیسا له روحانی مشرانو سره د پمپیو خبرې اترې په ترکیې کې د بیان په ازادۍ متمرکزې وې . له بل پلوه د امریکا خارجه وزیر د فرانسې له فیګارو خپرونې سره په مرکه کې په ختیځې مدیترانه ، لیبیا او اذربایجان جمهوریت کې د ترکیې په اقداماتو په نیوکې سره ټینګار وکړ چی د ترکیې نوی اقدامات ډیر تیری ګر دي .
هغه وویل اروپا او امریکا باید د یوه بل په مرسته د ترکیې ولسمشر اردوغان قانع کړی چی داسې اقدامات د ترکیې د ملت په ګټه ندي . هغه باوری دی چی ترکیې لخوا له پوځی ځواک داستفادې زیاتیدا اندیښمنونکی ده .
دغه دریځ نیونه چی په ښکاره په داخلی او سیمه ایز ډګر کې د اردوغان حکومت د اقداماتو او سیاستونو پرضد ده ، د واشنګټن او انکارا ترمینځ به د نویو تاوتریخوالی د رامینځته کیدا سبب شی . لکه څرنګه چی د ترکیې چارواکو ډیر ژر په ترکیې کې دبیان د ازادۍ په اړه د پمپیو څرګندونو ته غبرګون وښوده او له هغه یې وغوښتل چی د ازادۍ په اړه له خبروکولو مخکې په امریکا کی د بشری حقوقو په پراخو خلاف ورزیو تمرکز وکړي . د اردوغان او نورو لوړ رتبه ترک چارواکو له نظره توکم پالنه ، له اسلامه ویرول او په امریکا کی د کرکې له امله رامینځته شوی جرمونه هغه جدی موضوګانې دي چی باید سپینه ماڼۍ ورته پام وکړی .
په حقیقت کی انکارا واشنګټن ته سپارښتنه کړی ده چی د ترکیې په شمول په نورو هیوادونو کی د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ دوضعیت په اړه له خبرو مخکې په امریکا کی د بشری حقوقو د خلاف ورزیو ډیر بد وضعیت ته پام وکړی . ترکیې ته د پمپیو له سفر سره په یووخت د دغه هیواد خلکو په یو لړ مظاهرو کې مړه دې وی امریکا شعارونه ورکړل .
داسې ښکار ی چی انکارا نور ټرمپ او د ههغ حکومت ته هیله نلری او په همدې دلیل یې په استنبول کې د ترکیې له ولسمشر اردوغان او خارجه وزیر چاوش اوغلو سره د کتنې لپاره د پمپیو د غوښتنې په ردولو سره په ډاګه له هغه وغوښتل چی که د ترکیې له لوړ رتبه چارواکو سره د کتنې غوښتونکې دی نو انکارا ته دې ورشی .
د دې په ترڅ کې چی د ځینو راپورونو له مخې د امریکا د منتخب ولسمشر بایډن ټیم د ترکیې له حکومت سره په تماس سره خپله ملګرتیا پیل کړی ده .
په دې ډول داسې ښکاری د ټرمپ حکومت په پاتې دو میاشتو کی د دړاړو هیوادونو په اړیکو کې د زیاتو تاوتریخوالیو شاهدان وو .