کورونا له پرون راهسې د امریکا زیات خلک ووژل
Nov 20, 2020 08:35 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د امریکا جانز هاپکینز پوهنتون وویل په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې د کورونا ویروس له کبله یوزر نهه سوه څلورشپیته (۱۹۶۴) کسان ووژل شول .
په امریکا کښې د کورونا ویروس د خپریدا له وخت راهسې دا ترټولو زیات شمیر دی چې رامینځته شوی دی .
د امریکا څه د پاسه دولس (۱۲) میلیونه او دوه (۲۰۰۰۰۰) لکه خلک په کورونا ویروس ککړ شوي او له کبله یې څه د پاسه دوه لکه اته پنځوس زره(۲۵۸۰۰۰) کسان مړه شوي هم دي .
د امریکا حکومت په تیره بیا ولسمشر ټرمپ په هیواد کښې د کورونا ویروس د خپریدا په وړاندې د بې مسولیتۍ په دلیل د خلکو له سختې نیوکې سره مخ دي .
ټیګونه