د تهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94333-د_تهران_او_کابل_چاپ_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې درته دتهران او ورپسې هم    دکابل چاپ ځيني ورځپاڼې   درسره شریکې کوو ،نو تر پایه راسره ملتیا وکړئ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 21, 2020 08:51 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې درته دتهران او ورپسې هم    دکابل چاپ ځيني ورځپاڼې   درسره شریکې کوو ،نو تر پایه راسره ملتیا وکړئ .

داهم د تهران ورځپاڼو په سر کې  کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ،په درست ایران کې له نن سهار وختی راهسې د کرونائي بحران  د کنټرولولو لپاره له کروناویروس  سره دمبارزې دملی کمیټې له خوا  سخت  او کوټلي اقدامات پلي شوي او   د درست ایران په یو سل پنځوسو هغو ښارونو کې چې وضعیّت  ئې سور دی ،د شپې مهال  له نهو بجو تر سهار اتو بجو پورې سختې تابیاوې غوره شوي او دغه راز له یوه ښاره بل ښار ته د غیر ضروري ګاډو په  تګ راتګ هم بندیز لګول  شوی دی .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د عراق یوه ټيلیویژني چینل په خپل یوه تحلیل کې وئيلي دي ، د هغو سندونو په اساس چې ایشواشوي دي ، د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې نوي سرغنې  دامریکا له  استخباراتي ادارې سي آئي اې سره ډيره زیاته ملګرتیا  ورته ئې  جاسوسي کړې ده .

په داسې حال کې چې د امریکا د  انتخاباتو  نهائي نتیجې  تر دې نه دي معلومې شوي ، ددغه هیواد پولیټيکو  رسیندوئي ادارې  لیکلي دي ،امریکا له بل هر وخته زیاته  لاکمزوري ، لا ترینګلي  او  دغه راز له ډيرو داخلی اختلافاتو سره  لاس او ګریوان شوی ، چې  ددغه هیواد د ویشل کیدا بوي ترې  راځي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د ایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار حسین سلامي  د سپاه پاسدارانو سمندري ځواک ته د شهید رودکي نومې سترې بیړئد سپارلو په دستورو کې  پخپلې وینا کې  په ډاګه کړې هغه کسان چې د ایران دم لت  ګټې وګواښي د مخکې په کُرې  به کې کراری ونه لري .

په داسې حال کې چې  د روغتیا نړیوالې ا دارې  د نړۍ په ډيرو هیوادونو کې د کرونائي بحران له امله د  دمړینو او ککړتیاؤ د لازیاتیدا په باب خبرداری ورکړی ،د  چین  اړونده چارواکو  پرون  په دغه هیواد کې  کرونا ویروس ته د بشپړ ماتې ورکولو خبر ورکړی دی .

              دا هم د  تهران رسالت ورځپاڼه ده چې پخپل  انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ، افکار نیوز خبری سایټ په یوې وروستۍ نظر سنجۍ کې  دا نتیجه اخستې ده چې د ایران  لوړپوړي چارواکي  او ولس  دې نتیجې ته رسیدلی  چې تر څو  د ایران په ضد د امریکا پوچ  او تکراري ګواښونه دوام ولري ،  د ایران لپاره  ډونالډټرمپ  او یا جوبایډن هیح توپیر نه لري ، تر هغې به له دغه استعماري  هیواد سره هیڅ ډول خبرې اترې ونه شي .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، دافغانستان په پلازمینې کابل کې نن له نیمې شپې راهسې تر سهار وختي پورې   کابو څوارلس توغندي لګیدلي او وئيل کیږي ، چې یو شمیر مرګ ژوبلې ئې  اړولي  دي البته  ددقیقو مرګ ژوبلو په باب ئې  خاص راپور نه دی ترلاسه شوی ، خو وئیل شوي دي ،چې ځینو ودانیو ته ئې زیات تاوانونه هم اړولي دي .

 اروپائي ټرائيکا یعني جرمني ،فرانسې او انګلستان په یوې ګډې اعلامیې کې د سپینې ماڼۍ نوي واکوال ته د ګلانو د ډالۍ په وړاندې کولو سره  دایران او د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په وړاندې خپل کرغیړن دریځ نندارې ته وړاندې کړی اوددې په ځاي چې پخپلو ژمنتیاؤ د  عمل کولو هوډ وکړي ،له ایرانه غوښتي  بیرته دې نړیوالې ایټمی موافقې ته وګرځي او پخپلو  ژمنو دې بشپړ عمل وکړي ، حال دا چې   دا د  جامعې  نړیوالې ایټمي موافقې اروپائي لوري دي ، چې  تر دې دمه ئې په دغې نړیوالې    ایټمي موافقې پخپلو یولسو  ژمنو هیڅ ډول عمل نه  دی کړی او اوس یو ځل بیا د  سپينې مانۍ دنوو واکوالانو  دخوشالولو لپاره ئې یوه تکراري او چټي  ادعا مطرح کړې ده .

 له دې وروسته چې د امریکا خارجه وزیر  دسورې جولان لوړو ته تللی ، ملګروملتو  په یوه پریکړه لیک کې  دنیواکي جولان پر سوریاوال شونې  ټينګار کړی دی .

د چین  لوړپوړو چارواکو یو ځل بیا  وئيلی دي ، دوي تیار دي څو له روسیې سره متحد شي  او دځینو هیوادونو له یواړخیز پالو او سلطه غواړو سیاستونو  سره مبارزه وکړي . داپه داسې حال کې دي چې دایټمي انرژۍ په نړیوال آژانس کې  کې د  روسیې دایمي سفیر او استازي میخائيل اولیانوف یوځل بیا له  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د امریکا په یواړخیز او غیر قانوني وتنې  وروسته د ایران په ضد ددرستو بندیزونو دلغوه کیدا غوښتنه کړې ده .

په افغانستان کې  د افغان ملی اردو او وسلوالو مخالفانو ترمینځ   اخ وډب  په داسې حال کې په زیاتیدا دی چې  دافغانستان سیاستوالان او ولس  په قطر کې د امریکا او طالبانو ډلې او دغه راز د طالبانو ډلې او کابل حکومت ترمینځ د  روغې جوړې له خبرواترو نهیلي شوي دي  او  دا یوازې افغان ولس دی چې   بیا ئې هم  په دغه اخ وډب او شخړو کې وینه بهیږي .

 د پاکستان رسمي خبري سرچینو وئيلی دي ، د جیش الظلم  ترهه ګرې ډلګۍ  یو جنایتکار کمانډر په ملاعمر مشهور عمر شاهوزهي  د پاکستان  دبلوچستان صوبې په پسني سرحدي سیمې کې ددغه هیواد امنیتی ځواک په یولړ عملیاتو کې له خپلو دوو زامنو سره یو ځاي هلاک شوی دی .

                  دا هم د تهران همشهري ورځپاڼه ده چې پخپل ننني انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ، په افغانستان کې د آسټریلیائي عسکرو د جنګي جنایتونو په باب  په دغه هیواد کې د حکومتي څيړنو د نتیجو په اعلان پسې  د آسټریلیا لومړي وزیر سکاټ موریسن  د افغانستان له ولسمشر اشرف غني  سره په ټيلیفوني تماس کې  له هغه بخښنه غوښتي او ژمنه ئې کړې   چې ددغو جنایتونو  عاملان به زر محاکمه شي .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،  د سورئې په الحسکه او دیرالزور ولایتونو کې  ددغه هیواد پوځ او مقاومتي ځواک په یولړ ګډو عملیاتو کې د تکفیری ترهه ګرو  درې پټنځایونه  تباه   کړي او د وسلو او تجهیزاتو او چاودیدونکو  توکو دوه ستر سلاکوټونه   ئې هم تباه کړي دي .

 د  افغانستان کابل نیمه شپه یو ځل بیا  په لسګونو توغندیو لړزولی او وئیل کیږي ، چې  په دغو توغندیو کې  کابو پنځوویشت کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي  او   وئيل کیږي ، ځینو  سترو ودانیو ته زیات تاوانونه پکې رسیدلي خو د خبر تر مخابیره کیدا پورې ددغو توغندوي  برید پړه  چا په غاړه نه ده اخستې ، البته  خبری سرچینې وائي دغه شان  کرغیړن کارونه  وسلوال طالبان او د اعشي تکفیریان کوي ،  چې د عامو خلکو ژوندن او ودانیو  له مینځةتلل ورته هیڅ اهمیّت نه لري .

 په نیواکي فلسطین کې د صهیونیسټي  رژيم د لومړي وزیر بین یامین نتن یاهو په شد  د صهیونیسټ میشته ښارګوټو اوسیدونکو اعتراضونه او مظاهر ې هماغه راز دوام لري او د  نتن یاهو پر محاکمه کیدا ټينګار  کوي .

********************

              اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځينو نننیو مطبوعاتو  ته چې  له  انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې هم  شریکې کوو ،البته باید ووایو چې  دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل د ریځونه دي .

د کابل چاپ ځينو ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې پر بېلابېلو مسایلو لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

وېسا ورځپاڼې کابل ته د پاکستان د صدر اعظم عمران خان سفر ته په اشارې سره لیکلي چې نوموړی د کابل له ډېر تاوده هرکلي سره مخامخ شوی .

لېکوال لیکلي چې عمران خان ته نه یوازې د پایتخت ځیني سړکونو کې د دواړو هېوادونو بیرغونه ځړول شوي وو، بلکې حکومت پنجشنبه ورځ د پاکستاني مېلمه د راتګ په مناسبت رخصتي اعلان کړې وه .

ورځپاڼې دا یو غیر معمول کار بللی، ځکه له یوې خوا ئې ښودله چې کابل امن نه دی او له بلې خوا یې عمران خان ته د بې حده لوړ احترام ښکارندويي کوله.

ورځپاڼې په ټول  کې دا سفر مبهم بللی او لیکلي ئې دي، د ولسمشراشرف غني له واکمنېدو راهیسې د افغانستان او پاکستان اړیکو یوه مبهمه او له اسرارو ډکه بڼه غوره کړې ده.

د افغانستان  حکومت د تیرې  پنجشنبې  ورځ د پاکستاني مېلمه عمران خان د راتګ په مناسبت رخصتي هم اعلان کړې ده .

د سرمقاله لیکوونکي په وینا د اوس مهالي حکومت چې پخوا ئې له اسلام اباد سره کوم ډول اړېکه لرلې ده، دا ددې لامل شوې چې افغانان په دې اړه د ده هر عمل او توافق ته د شک په سترګه وګوري او په خبره یې دا مهمه ده چې حکومت په دې اړه له ولس سره په شفافیت او صداقت مسئایل شریک کړي.

--------------------------------------------  

Image Caption

 

=   د کابل چاپ هشت صبح ورځپاڼې بیا په جنیوا کې د افغانستنا په اړه کېدونکي غونډې ته او همداراز په دې غونډه کې د نړېوالې ټولنې له لورې مرستو ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې ده.

ورځپاڼې د نړېوالې ټولنې د تیرې اوونۍ هغو لسو شرطونو ته اشاره کړې چې پر بنسټ به یې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

ورځپاڼې لیکلي، په دغو شرایطو کې اوربند د نړېوالې ټولنې یو اساسي شرط بلل شوی او که دولت او طالبان  دا شرط پوره نه کړي،ممکنه ده،تردوو میاشتو پورې د نړېوالې ټولنې مرستې ودرول شي.

هشت صبح ورځپاڼې مخکې لیکلي چې له دوحې هېله بخښونکی خبر دا دی چې د تیرې اوونۍ تر پایه د دواړو لورو د مرکچي پلاوو په خبرو کې پرمختګ شوی او رسمي سرچينو خبر ورکړی چې روانه اوونۍ به اصلي مذاکرات پیل شي.

ورځپاڼې لیکلي، جنیوا ناستې ته یوازې دوه ورځې پاتي دي او حکومت او طالبان باید هڅه وکړي چې د مالي امکاناتو د ترلاسه کولو لپاره ژر تر ژره په اوربند هوکړه وکړي.

=     هېواد دولتي ورځپاڼې د ژمي په را رسېدو سره د کابل ښار د هوا ککړتیا د مخنیوي په تړاو لیکنه کړې ده.

په سر مقاله کې راغلي، د کابل ښاریان د ژمي په راتګ سره بیا اندېښنه لري چې هوا ککړه شوې او حکومت هېڅ هم نه کوي.

ورځپاڼې لیکلي، د  ولسمشر د حکم پر بنسټ ۶۰۳ هغه لوړ پوړې ودانۍ چې د کابل ښار ۴۰ سلنه د ککړې هوا سرچینې دي ، که دا ځل د هوا فلټرونه نصب نه کړي، د چاپېریال د ساتنې ادارې لومړی، دویم او درېیم درجې چارواکي به له دندو لېرې شي.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې د چاپېریال ساتنې اداره دې دا حکم جدي ونیسي او خلکو ته دې د فلټرونو د نصب په اړه معلومات ورکړي.