ناټو له افغانستان څخه د وتلو لپاره بیړه نلري
Nov 23, 2020 13:07 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د ناټو مشر ینس اسټولټنبرګ په افغانستان کښې د امریکا د پوځیانو د شمیر د کولو لپاره د واشنګټن فیصلې ته په پام سره وویل د ناټو متحدان له افغانستان څخه د عسکرو د ایستلو لپاره بیړه نلري .
هغه د هالیفاکس د نړیوال امنیت په ودانۍ کښې وویل د امریکا دریځ روښانه دی او واشنګټن نیت لري په افغانستان کښې د خپلو عسکرو شمیر له څلور زره پینځو سوو (۴۵۰۰) څخه کابو دوه زره پینځو سوو (۲۵۰۰) ته کم کړي .
د ناټو مشر ینس اسټولټنبرګ وویل له افغانستان څخه د عسکرو په بیړې سره د ایستلو په بڼه کښې ممکنه ده خپلې ټولې بریاوې له لاسه ورکړو او دا یوه (۱) خطرناکه پروژه ده .
هغه ټینګار وکړ مونږ په افغانستان کښې یوو چې ډاډ ترلاسه کړو دغه هیواد به نور هیڅکله د نړیوالو ټروریسټانو لپاره په امن ځای بدل نشي .
ټیګونه