جرمني په مشروط ډول د عسکرو ایستل غواړي
Dec 02, 2020 05:09 Asia/Kabul
فرانسې خبري اژانس وايي د جرمني خارجه وزیر هایکو ماس له افغانستان څخه د امریکا د عسکرو د ایستلو لپاره د ولسمشر ټرمپ له پروګرام سره په مخالفت کښې ټینګار وکړ له افغانستان څخه د ناټو د پوځیانو ایستل باید مشروط وي .
هغه یوځل بیا له افغانستان څخه د امریکا د عسکرو په چټکۍ سره د ایستلو لپاره د ولسمشر ټرمپ د حکومت له فیصلې سره د خپل هیواد دحکومت مخالفت اعلان کړ .
د جرمني خارجه وزیر هایکو ماس وویل له افغانستان څخه د ناټو د عسکرو ایستل باید په بیړۍ سره ترسره نشي .
هغه په افغانستان کښې د امریکا د عسکرو د شمیر د کمولو لپاره د ولسمشر ټرمپ اقدام سخت کار وباله .
د جرمني د خارجه وزیر هایکو ماس د ادعا په اپوټه د افغانستان خلک او چارواکي له هیواد څخه د امریکا او د ناټو د ټولو عسکرو د وتلو غوښتنه کوي .
ټیګونه