د اټومي موضوع دحل لپاره دې نړیواله ایټمي موافقه ومنل شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94569-د_اټومي_موضوع_دحل_لپاره_دې_نړیواله_ایټمي_موافقه_ومنل_شي
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې دغه راز ويلي،چين تمه لري چې امريکا ژر تر ژره له تعقله کار واخلي او جامع اټومي تړون "برجام" بېرته ومني او په نړۍ کې د اټومي وسلو د پراختيا دمخنيوي ميکانيزم ساتلو او په مینځني ختيځ سيمه کې د سولې او ثبات پياوړتيا په برخه کې لا ډېر مسووليت پرغاړه واخلي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 02, 2020 08:30 Asia/Kabul
  • د اټومي موضوع دحل لپاره دې  نړیواله ایټمي موافقه ومنل شي

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې دغه راز ويلي،چين تمه لري چې امريکا ژر تر ژره له تعقله کار واخلي او جامع اټومي تړون "برجام" بېرته ومني او په نړۍ کې د اټومي وسلو د پراختيا دمخنيوي ميکانيزم ساتلو او په مینځني ختيځ سيمه کې د سولې او ثبات پياوړتيا په برخه کې لا ډېر مسووليت پرغاړه واخلي.

  د چین د بېجينګ چينګيان باو ورځپاڼې د خبرله مخې د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هواچون يينګ پرون  په بېجينګ کې د خبريغونډې پرمهال ټينګار کړی،بايد په هر ډول شرايطو کې د ايران د اټومي موضوع  لپاره د سياسي حل لارې اساسي وار مخکې شرط د جامعې نړیوالې ایټمي تړون   منل وي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې دغه راز ويلي،چين تمه لري چې امريکا ژر ترژره له تعقله کار واخلي او جامع اټومي تړون "برجام" بېرته ومني او په نړۍ کې د اټومي وسلو د پراختيا دمخنيوي ميکانيزم ساتلو او په مینځني ختيځ سيمه کې د سولې او ثبات پياوړتيا په برخه کې لا ډېر مسووليت پرغاړه واخلي.

برجام د هغه جامع اټومي تړون نوم دی چې د امريکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما په وخت کې د ايران د اټومي مسئلې په اړه د(۲۰۱۵ کال د جولای ۱۴مه) د اتريش هېواد په ويانا ښار کې د ايران، اروپايي ټولنې او پنځه جمع يو (چين، فرانسې، روسيې، بريټانيا، امريکا+ جرمني) هېوادونو ترمنځ تړون لاسليک شو.

خو د امريکا اوسنی ولسمشر ډونالډټرمپ په يو اړخيزه توګه له ياد تړون څخه ووت او اوس ځينې کارپوهان اټکل کوي چې ښايي د جوبايډن په راتلو سره به امريکا يوځل بيا په دغه تړون کې شامله شي.