د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبوکې له نننیومطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې درته د تهران او ورپسې هم که وخت ؤ نو دکابل چآپ ځيني ورځپاڼې به هم درسره شریکې کړو،نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .
دا د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایت کې ئې نن لیکلي دي ، د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي ساینسدان او دفاعی چارو پوهاند زوی حامد فخري زاده وئيلی دي ، شهادت زما د پلار هیله وه ، د هیواد دپرمختګ لاره په ترور سره نه تړل کیږي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، د امریکا جنجالي ولسمشر او د ولسمشرۍ په شوو انتخاباتو کې ناکام شوي زوړ پال ولسمشر ډونالډترمپ یو ځل بیا په خپلو کرغیړنو څرګندونو کې وئيلي دي ، دجوبایډن ولسمشري هیڅ امکان نه لري او دانتخاباتو دنتیجې اعلان به عدالت کوي .
د ملګروملتو په وروستي راپور کې په یمن کې د قخطۍ د درې برابره زیاتیدا په باب سخت او جدي خبرداری ورکړی دی .
د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست دکمیشن مشر جوزف بورل په یولړ څرګندونو کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د اروپائي لورو او امریکا پخپلو ژمنو په نه پابندۍ د اندیښنې په ښودلو سره وئيلي دي ،ایرانیان حق لري احساس کړي ، چې ورسره خیانت شوی دی .
د فرانسې حکومت د ځپلو اسلام ضده دریځونو په دوام کې هڅه کوي دهغه څه په پلمه چې له ا سلام پالې بیلتون غواړو هڅو سره مقابله ئې بللي ده ، د دغه اروپائي هیواد د جوماتونو په ضد ئې یو لړ اقدامات ترسره کړي او ځیني ئې هم تړلي دي .
د سورئې د پوځ له خوا د جولان د لوړو د آزدولو لپاره د احتمالي اقداماتو په اړه د صهیونیسټانو اندیښنې په زیاتیدا دي او وئيل کیږي ، صهیونیسټي چارواکي د سوریا والو په ااحتمالي اقداماتو لالهانده شوي دي .
په بنګله دیش کې یوې خطرناکې جزیرې ته یو زر شپږ سوه میانماري مسلمانان جلاوطن کړائ شوي دي .
دا هم قدس د تهران چاپ قدس ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دجمعې په ورځې په یولړ څرګندونو کې په ډاګه وئيلي دي ، فرانسه د آمانوئل ماکرون په ولسمشرۍ کې تر خطرناک حده رسیدلې ده او هیله مند یم چې دغه هیواد له هغې بلا چې هغه یعني ماکرون ددغه هیواد د ولس په سر نازله کړي زرترزره ترې خلاص شي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جوزف بایډن د ایران دایټمي ساینسدان او دفاعي کارپوه محسن فخري زاده په ترور په خپل لومړني غبرګون کې وئيلي دي دغه ترور له ایران سره د نوي امریکائي حکومت تعاملات لاپيچلي کوي .
د امریکا د پوځ لوي درسیتیز جنرال مارک میلي وئیلي دي ،په افغانستان کې د امریکائي پوځیانو د کمولو له پلان سره په یووخت به د جنورۍ له پنځلسمې نیټې وروسته به د دوه نیم زره پوځیان د افغانستان په دوو پوځي مرکزونو کې وساتي .
دملګروملتو عمومی اسمبلۍ د د فلسطین د ولس په حق کې او د د نیواکي جولان په لوړو باندې د سورئې د حاکمیّت په اړه پننځه تړونونه تصویب کړي دي . چې دا تیریګر او وحشي صهیونیسټي رژيم حیثیّت ته یوبل دروند ګوزار دی .
د عربی نړۍ د سیاسی چارو یوه کارپوه او لیکوال حسن هاني زاده په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،د عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان او د صهیونیسټي رژيم د لومړ ي وزیر نتن یاهو لپاره به راتلونکی کال ډير تورتم وي او په زیات احتمال سره به په راتلونکي کال کې محمد بن سلمان د عربستان ولی عهدي له لاسه ورکړي .
د سیمې د چارو یوه کارپوه سعد الله وئيلي دي ، امریکا د یمن د الحوثيانو د خپلواکي غواړي هلو ځلو دهویّت پّ اړه ډير اندیښمن دي او دا احتمال ورکوي ، چې په دغې سیمې کې که حوثیان بشپړ واک ولري ،نو د استعماري کړیو ژوند به ډیر ګران او سخت شي .
د چین د خارجه وزارت ویندوئې هوآ چونیینگ په یولړ څرګندونمو کې د امریکا د نوو بندیزونو باندې په سختو نیوکو سره له واشنګټنه غوښتي دي ، دملی امنیت له مفهومه دې په ناوړه استفادې سره له ترینګلتیاؤ لاس واخلي .
دا هم د تهران چاپ رسالت ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍګڼې کې ئې لیکلی دي،د ایران د اسلامی شورا له خوا دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې د اروپائي لورو د ژمنو د خلاف ورزیو ددوام په بڼه کې د سټراټژیک اقدام په تصویبیولو کې له ملي ګټو په ساتنې کې د ا یران دحکومت بشپړ پشتیباني اعلان کړې ده .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،که څه هم د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر په راتلونکي حکومت کې د خارجه وزیر په توګه آنتوني بلینکن معرفي شوی دی،خو داسې ښکاري د امریکا د نوي حکومت دبهرني سیاست د حوزې معادلات دنوروکسانو په وسیله انځوریږي،چې په هغوکسانوکې یو د اوباما د واکوالۍ خارجه وزیر جان کري دی چې پخپلو وروستیو څرګندونو کې ئې جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ته دامریکا د بیرته ستنیدا د ګروهنې خبره کړې او وئيلی ئې دي ، په راتلونکي کې به جامعه نړیواله ایټمي موافقه بیا ژوندۍ شي او باید پخپل قدرت سره وساتل شي .
د ایران په پارلیمان کې د بشري حقوقو د فریکشن مشر محمدسرګزي له ترهه ګرۍ او د بشری حقوقو د موضوع په باب داروپایانو دوه ګوڼي چلندونو په باب وئيلي دي ، اوس په داسې حال کې اروپائي هیوادونه اسلامی ایران ته زغم سپارښتنې کوي چې پخپله په دنیا کې د بشری حقوقو تر ټولو ستر خلاف ورزي کونکي دي او د ایران دا یټمی ساینسدان محسن فخري زاده په ضد دترور زمینه امریکایانو او همدغو حکومتونو برابره کړې ده .
ورځپاڼې په دوام کې بیا لیکلي دي ،په افغانستان کې په داسې حال کې د افغانستان دملی اردو او ملی امنیت د مامورانو او د طالبانو پشمول د مخالفو وسلوالو تر مینځ جنګ جګړې او اخ وډب په زیاتیدا دی چې وئيل کیږي ، د دغه هیواد زیاتره خلک او سیاستوالان او ډ لې ټپلې په قطر کې د طالبانو ډلې او امریکا ترمینځ د سولې له موافقې او همداراز د افغان حکومت او طالبانو ډلې تر مینځ له کیدونکو بین الافغاني خبرواترو نیهلي شوي دي .
په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ د مرکزی حکومت په ضد داپوزیشن ګوندونو پي ډي ایم په نامې سره په سترو ښارونو کې په داسې حال کې غونډې ترسره کیږي ، چې ښائي په دغه هیواد کې د کروناویروس لاخوریدا ددغه هیواد په حکومت او ولس کې اندیښنې زیاتې کړي دي
اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستي اوله تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .
د کابل چاپ ځينو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې د خبرو پر تګلارې د هوکړې په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
هشت صبح ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ د خبرو پر تګلارې تر هوکړې وروسته اوس دا موضوع یو نوي او مهم پړاو ته داخله شوې او تمه ده چې نن شنبې د خبرو پر ایجنډا بحث پیل شي.
ورځپاڼې دا یوه پیچلې مرحله بللې او په وینا یې، په دغه مرحله کې د طالبانو ایجنډا دا ده چې د دوی پاتې بندیان خوشې او پر دې ډلې نړېوال بندیزونه لېرې شي او د افغان دولت ایجنډا بشپړ اوربند یا د پام وړ تاوتریخوالي کمول دي چې دواړه لوري به د مذاکراتو پر مهال پرې خبرې وکړي.
د سرمقاله لیکوونکي په باور په لومړۍ ایجنډا کې به د اوربند په موضوع توافق ونه شي ځکه سرمقاله لیکونکی لیکي، د اوربند په بدل کې د طالبانو غوښتنه 'موقت' حکومت دی ،هغه څه ،چې افغان دولت ته د منلو نه دي.
= وېسا ورځپاڼې لیکلي چې له اوږد انتظار وروسته بالآخره په قطر کې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوو ویلي چې د بین الافغاني مذاکراتو پر طرز العمل سره سلا شوي دي.
وړاندې راغلي، له دې وروسته به پر ایجنډا کار کېږي او له ټاکل شوې ایجنډا سره سم به بین الافغاني مذاکرات پیلېږي.
ورځپاڼې دا هم لیکلي چې دواړو خواوو د سولې د خبرو په کړنلاره کابو شل ورځې مخکې هوکړه کړې وه، خو د ښاغلي غني مخالفت ئې په رسمي ډول اعلان ځنډولی و.
= هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، د افغان حکومت مرکچي پلاوی هيله مند دی چې نن د شنبې ورځ به د ایجنډا پر سر کار پيل کړي او لومړۍ غوښتنه به ئې اوربند وي.
خو ورځپاڼې، د طالبانو د وياند ذبيح ا....مجاهد دا خبرې هم راخیستي چې د بين الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره پر تګلارې هوکړه ،د جګړې کمښت يا د پاي په برخه کې کوم اغېز نه لري، بلکې کله چې دواړه لوري په دې برخه کې یوې هوکړې ته ورسېدل،نو بيا به د جګړې ليکې سړېږي.
د سرمقاله لیکونکي په باور، دا په داسې حال کې ده چې نړيواله ټولنه هم، تر هر څه دمخه په اوربند ټینګار لري.