د امریکا استازي او د طالبانو چارواکي خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94655-د_امریکا_استازي_او_د_طالبانو_چارواکي_خبرې_وکړې
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په قطر کښې د طالبانو ډلې د سیاسي دفتر له غړیو سره کتنه او له دغه ډلې سره د واشنګټن د موافقې په شمول د بیلابیلو مسائیلو په هکله خبرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 06, 2020 11:55 Asia/Kabul
  • د امریکا استازي او د طالبانو چارواکي خبرې وکړې

زمونږ خبریال وايي د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په قطر کښې د طالبانو ډلې د سیاسي دفتر له غړیو سره کتنه او له دغه ډلې سره د واشنګټن د موافقې په شمول د بیلابیلو مسائیلو په هکله خبرې وکړې .

په قطر کښې د طالبانو ویاند نعیم وردک وویل د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد بیګا په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره له دغه ډلې سره د امریکا د موافقې د اهمیت او د افغانستان له حکومتي زندانونو د طالبانو د پاتې بندیانو د خوشي کیدا په هکله خبرې وکړې .

نعیم وردک زیاته کړه د امریکا ځانګړي استازي خلیل زاد او د طالبانو چارواکي ملا عبدالغني برادر د ملګروملتونو له تور فهرست څخه د طالبانو ډلې د  مشرانو د نومونو د لیرې کولو او د بین الافغاني خبرو اترو او په تیره بیا د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمینځ د خبرو اترو د اجنډا د نهايي کیدا په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه .

دغه کتنه په داسې حال کښې ترسره کیږي چې دوه (۲) ورځې مخکې د افغانستان په هلمند ولایت کښې د امریکا د بې پایلوټه الوتکو د حملو  په هکله راپورونه خپاره شول چې له کبله یې یوشمیر ملکي وګړي وژل شوي وو .

طالبانو په هلمند ولایت باندې د امریکا د ځواکونو هوايي حمله د دغه ډلې او د امریکا ترمینځ د قطر د موافقې ښکاره  خلاف ورزۍ وبلله او خبرداری یې ورکړ دا ډول حملې غچ اخیستونکي حملې رامینځته کولای او تاوتریخوالی زیاتولی شي .