کانګرس له افغانستان څخه د وتلو لایحه تصویب کړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94729-کانګرس_له_افغانستان_څخه_د_وتلو_لایحه_تصویب_کړه
تسنیم خبري اژانس وايي د امریکا ولسي جرګې کانګرس له افغانستان څخه د واشنګټن د عسکرو د نا څاپه ایستلو د مخنیوي په هدف سره یوه(۱) لایحه تصویب کړه چې د ډیرو پوځیانو کمول له کانګرس سره غږملتیا او راپور ورکولو سره مشروطه کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 10, 2020 01:40 Asia/Kabul
  • کانګرس له افغانستان څخه د وتلو لایحه تصویب کړه

تسنیم خبري اژانس وايي د امریکا ولسي جرګې کانګرس له افغانستان څخه د واشنګټن د عسکرو د نا څاپه ایستلو د مخنیوي په هدف سره یوه(۱) لایحه تصویب کړه چې د ډیرو پوځیانو کمول له کانګرس سره غږملتیا او راپور ورکولو سره مشروطه کوي .

د امریکا ولسي جرګې کانګرس د  د غه هیواد اوه سوه څلویښت (۷۴۰) میلیارډه ډالره دفاعي بودجه او له افغانستان څخه د واشنګټن د عسکرو په مشروط ډول د وتلو لایحه د اته اویا (۷۸) مخالفو رایو په مقابل کښې په درې سوه پینځه دیرشو(۳۳۵) موافقو رایو سره تصویب کړه .

دا په داسې حال کښې دي چې په افغانستان کښې د دیره عسکرو شمیر د روان میلادي کال په پیل کښې له دیارلس زرو (۱۳۰۰۰) څخه کابو څلور زره پینځه سوو(۴۵۰۰) ته راکم شوی او څه موده مخکې د امریکا دفاع وزیر ویلي وو د راتلونکي میلادي تر جنورۍ میاشتې پورې به په افغانستان کښې د امریکا د عسکرو شمیر دوه زره پینځه سوو(۲۵۰۰) ته کم شي .