کانګرس له افغانستان څخه د وتلو لایحه تصویب کړه
تسنیم خبري اژانس وايي د امریکا ولسي جرګې کانګرس له افغانستان څخه د واشنګټن د عسکرو د نا څاپه ایستلو د مخنیوي په هدف سره یوه(۱) لایحه تصویب کړه چې د ډیرو پوځیانو کمول له کانګرس سره غږملتیا او راپور ورکولو سره مشروطه کوي .
د امریکا ولسي جرګې کانګرس د د غه هیواد اوه سوه څلویښت (۷۴۰) میلیارډه ډالره دفاعي بودجه او له افغانستان څخه د واشنګټن د عسکرو په مشروط ډول د وتلو لایحه د اته اویا (۷۸) مخالفو رایو په مقابل کښې په درې سوه پینځه دیرشو(۳۳۵) موافقو رایو سره تصویب کړه .
دا په داسې حال کښې دي چې په افغانستان کښې د دیره عسکرو شمیر د روان میلادي کال په پیل کښې له دیارلس زرو (۱۳۰۰۰) څخه کابو څلور زره پینځه سوو(۴۵۰۰) ته راکم شوی او څه موده مخکې د امریکا دفاع وزیر ویلي وو د راتلونکي میلادي تر جنورۍ میاشتې پورې به په افغانستان کښې د امریکا د عسکرو شمیر دوه زره پینځه سوو(۲۵۰۰) ته کم شي .