پر المغرب باندې د وسلو د پلور لپاره د ټرامپ فیصله
د ټرامپ اداره ویلي چي په نظر کې لري پر المغرب باندې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت پرمخ تللې وسلې خرڅي کړي.
د رویټرز د راپور سره سم، د امریکا دولت د دې هیواد کنګرس ته یوې اعلامیې په وړاندې کولو سره پر المغرب باندې د وسلو د پلور خبر ورکړ، امریکا به د یو میلیارد په ارزښت وسلې پر المغرب خرڅې کړي چي څلور ام کیو ۹ بې پیلوټه الوتکې او د لاکهید مارټین، ریثون او د بوئینګ جوړي نښه وېشتونکي وسلې هم پکښې شاملي دي.
ترامپ د پنج شنبې په شپه اسرائیلو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د رغولو لپاره د المغرب د تیاری د خبر ورکولو تر څنګ اعلان وکړ چي امریکا د لوېدیځي صحرا پر سیمي باندې د المغرب واک په رسمیت پیژنې.
د امریکا دغه اقدام د روسیې له غبرګون سره مخامخ شو، د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال میخائیل بوګدانوف پر لوېدیځه صحرا باندې د المغرب د واک په رسمیت پېژندنه یې یوه غیرقانوني اقدام او د بین المللي اصولو سره په ټکر کې وباله.
لوېدیځه صحرا د افریقا په شمال لوېدیځه کې پرته ده، المغرب او د پولیساریو جبهه دواړو د دغي سیمي د مالکیت ادعا لري.
صهیونیستي رژیم سره د المغرب د اړیکو تر رغېدو وروسته د دې هیواد خلګو د مظاهرو په تر سره کولو سره د المغرب او اسرائیل تر مینځ د اړیکو رغونه یې د فلسطینیانو په شا کې د خنجر وهلو په څېر وبلل.