جوبایډن د امریکا نوی ولسمشر اعلان شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94804-جوبایډن_د_امریکا_نوی_ولسمشر_اعلان_شو
زمونږ خبریال وايي د امریکا د انتخاباتو کمیسیون د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند د کاندید جوبایډن د بریالیتوب او د اوسني ولسمشر ټرمپ د ماتي خوړل اعلان کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 14, 2020 07:27 Asia/Kabul
  • جوبایډن د امریکا نوی ولسمشر اعلان شو

زمونږ خبریال وايي د امریکا د انتخاباتو کمیسیون د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند د کاندید جوبایډن د بریالیتوب او د اوسني ولسمشر ټرمپ د ماتي خوړل اعلان کړل .

د امریکا ټولو پنځوسو (۵۰) ایالتونو او دغه راز ډسټرک اف کولمبیا د ولسمشرۍ د انتخاباتو  نتیجې تائید کړي دي کوم چې د نوامبر د میاشتې په دریمه (۳) نیټه شوي وو .

د امریکا د انتخاباتو د کمیسیون د نتیجو پراساس ډیموکراټ ګوند په ټول ټاکنو کښې یواتیا (۸۱) اعشاریه درې (۳) میلیونه یعني اته (۸)میلیونه  او دیارلس (۱۳) لکه رایې ګټلي دي او د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ریپبلیکن ګوند اوه(۷) میلیونه دوه څلویښت (۴۲) لکه رایې ترلاسه کړي دي .

د امریکا د انتخاباتو کمیسیون وویل د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن له پینځه سوه اته څلویښت (۵۴۸)الیکټرول کالج رایو څخه درې سوه شپږ(۳۰۶) او د ریپبلیکن ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ هم دوه سوه دوه دیرش (۲۳۲) الیکټرول رایې ترلاسه کړي دي .