په شمنو هیوادونو نیوکې زیاتې شوي دي
زمونږ خبریال وايي د درملو د جوړولو د ټولو شرکتونو چې کورونا واکسین یې د روغتیا د نړیوالې موسسې لخوا تائید شوی دی د ټولو تولید شویو واکسینونونو د اخیستلو لپاره د لویدیځو هیوادونو په هڅې سختې نیوکې شوي دي .
د اقتصادي پراختیا او د ملګرتیا موسسې مشر خوزه انخل ګوریا نن د جرمني له« ډي ولټ» مجلې سره په مرکه کښې د شتمنو او د صنعتي هیوادونو لخوا د کورونا ویروس د تامینولو او په بې وزله یا کم پراختیايي هیوادونو کښې د میلیارډونو خلکو ژوند ته د بې پامۍ په سټراتیژۍ سخته نیوکه وکړه .
خوزه انخل ګوریا د نړۍ په هیوادونو باندې په عادلانه ډول د کورونا د واکسینونو په ویشلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه دغه اقدام به عاقلانه وي ځکه چې کورونا ویروس به تر هغه وخت پورې چې په ټوله دنیا کښې له مینځه ولاړ نشي ماتي ونه خوري .
هغه ټينګار وکړ کورونا ساري ناروغۍ داسې ترټولو ستر مشکل دی چې بشر ورسره مخامخ دی .
د اقتصادي پراختیا او د ملګرتیا موسسه په پینځو دیرشو(۳۵) غړیو سره ازاد تجارت او د ډیموکراسۍ اصولو ته ژمنه ده .