د امریکا روغتونونه له ستر کړکیچ سره مخامخ دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94888-د_امریکا_روغتونونه_له_ستر_کړکیچ_سره_مخامخ_دي
زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې د کورونا ویروس له کبله د خلکو په روغتونونو کښې د بستري کیدا د موردونو له زیاتیدا وروسته د هیواد روغتونونه او ډاکټران او نرسان له جدي کړکیچ سره مخ شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2020 11:37 Asia/Kabul
  • د امریکا روغتونونه له ستر کړکیچ سره مخامخ دي

زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې د کورونا ویروس له کبله د خلکو په روغتونونو کښې د بستري کیدا د موردونو له زیاتیدا وروسته د هیواد روغتونونه او ډاکټران او نرسان له جدي کړکیچ سره مخ شوي دي .

سي این این ټیلي ویژن راپور ورکړ په امریکا کښې څه د پاسه یولک دیرش زه او نوي کسان په کورونا ویروس د ککړیدا په وجه په روغتونونو کښې بستري شوي دي .

دا په امریکا کښې د کورونا ویروس له پیلیدا راهسې تر نن ورځې پورې ډیر زیات شمیر دی .

دا په داسې حال کښې دي چې د کورونا ویروس د ناروغانو په حالت د غور لپاره د روغتونونو حالت ډیر خراب دی .

په تیرو څو ورځو کښې د امریکا په نیواډا ایالت کښې کورونا ناروغۍ ډیره زیاته شوي ده .

یوازې په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په نیواډا ایالت کښې د کورونا ناروغۍ له کبله اوه پنځوس (۵۷) نور کسان مړه شول چې د دغه ایالت نفوسو ته په پام سره ډیر د غور وړ خبره ده .

د روغتیا نړیوالې اداره  ډبلیو ایچ او وايي په امریکا کښې په کورونا ویروس اولس (۱۷) میلیونه او درې لکه څلور نوي زره او درې سوه  څوارلس کسان ککړ شوي او له کبله یې تراوسه درې لکه څوارلس زره او شپږ سوه نهویشت  کسان مړه شوي هم دي .