چین د کورونا ویروس د سرچینې د معلومولوغوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94894-چین_د_کورونا_ویروس_د_سرچینې_د_معلومولوغوښتنه_وکړه
ایرنا خبري اژانس وايي چین په نړۍ کښې د کورونا ویروس د خپریدا د سرچینې د معلومولو غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 19, 2020 10:26 Asia/Kabul
  • چین د کورونا ویروس د سرچینې د معلومولوغوښتنه وکړه

ایرنا خبري اژانس وايي چین په نړۍ کښې د کورونا ویروس د خپریدا د سرچینې د معلومولو غوښتنه وکړه .

د چین د خارجه وزارت ویاند وانګ ون بین نن وویل پیکینګ ګروهنه لري په دې زمینه کښې د روغتیا له نړیوالې ادارې سره ملګرتیا ته دوام ورکړي .

هغه هیله وکړه نور هیوادونه د چین په شان په فعال ډول د روغتیا له نړیوالې ادارې سره ملګرتیا وکړي چې زر تر زره په نړۍ کښې د کورونا ناروغۍ د کنټرولیدا کتونکي ووسو .

د کرونا ویروس د خپریدا سرچینه تل هغه مسله ده چې د امریکا په شمول د لویدیځو هیوادونو او د چین د اختلاف سبب شوي ده .

د امریکا ولسمشر ټرمپ تل کورونا ویروس په رسمي ډول چیني وایروس ګڼي او چین هم ادعا کوي که څه هم د کورونا لومړی ناروغ په ووهان ولایت کښې پیژندل شوی و خو دا دلیل نه دی چې چین د کورونا ویروس اصلي سرچینه ووسي  .

په عین حال کښې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې څه موده مخکې ایشوا کړي وه له چین څخه مخکې د تیر میلادي کال په دسمبر میاشت کښې د امریکا ځینې ښاریز په کورونا ویروس ککړ شوي وو .

د کورونا ویروس له کبله تراوسه په ټوله دنیا کښې کاپو پینځه اویا (۷۵) میلیونه خلک ککړ شوي او یومیلیون شپږ لکه شپیته زره کسان ترې مړه شوي هم دي .