د حضرت عیسی مسیح علیه السلام د میلاد مبارکي قبوله کړئ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i95000-د_حضرت_عیسی_مسیح_علیه_السلام_د_میلاد_مبارکي_قبوله_کړئ
نن د دسمبر د میاشتې ۲۵ نیټه د خدای د یو لوې پیغمبر حضرت عیسی مسیح علیه السلام د زوکړې کلیزه ده.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 25, 2020 05:22 Asia/Kabul
  • د حضرت عیسی مسیح علیه السلام د میلاد مبارکي قبوله کړئ

نن د دسمبر د میاشتې ۲۵ نیټه د خدای د یو لوې پیغمبر حضرت عیسی مسیح علیه السلام د زوکړې کلیزه ده.

حضرت عیسی علیه السلام چې په قرآن کریم کښې د روح الله په نوم یاد شوی دی، د بي بي مریم(س) زوې دی.

حضرت عیسی د یهودیانو د اسماني کتاب تورات په تصدیق سره زیرې ورکړ چې له ما وروسته به یو رسول راځي چې نوم به یې (احمد) وي، او هغه د اسلام ګرانقدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) دی.

د نړۍ عیسایان د حضرت عیسی مسیح علیه السلام د نیکمرغه میلاد په ورځ ځانګړې دستورې ترسره کوي چې په کورونو کښې د سروې د ونې لګول په کښې یو ډیر مشهور رسم دی.

که څه هم د حضرت عیسی علیه السلام د زوکړې کلیزه د هر کال د دسمبر په پنځویشمه نیټه لمانخله کیږي خو نوې میلادي کال د جنورۍ له وړومبۍ نیټې پیلیږي.

مونږ هم د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې به استازیتوب د حضرت عیسی علیه السلام ټولو منونکو او مینه والو او ټولو موحدانو ته د زړه له کومې مبارکي وایو.