د امریکا په تینیسي ایالت کې چاودنه په عمدي توګه شوې
Dec 26, 2020 11:46 Asia/Kabul
د یاد ایالت پولیسو ويلي چې په چاودنه کې درې تنه ټپیان شوي او دغه راز یو شمېر ودانۍ هم نړېدلې دي.
پولیس دغه راز وايي چې د چاودنې څخه وړاندې ورته له سیمې څخه د ډزو راپورونه ورکړل شوي وو او سیمې ته د پولیسو تر رسېدو وړاندې یوه موټر چاودنه کړې ده.
ډان ارون د نشویل د پولیسو ویاند رسنیو ته وویل: اول د پولیسو ادارې زنګ ور وهل شوی و چي په یاده سیمه کې ډزي شوي دي، خو کله چي پولیس هلته لاړ د ډزو اثرات نه تر سترګو کېدی، خو بیا هم د پولیسو افسران په یو موټر باندې مشکوکه شوي وه خو د ځانګړو ځواکونو تر راسېدو مخکې یاد موټر چاودېدلی و.
پولیس زياتوي چې چاودنه د ناشویل په داسې سیمه کې رامنځته شوې چې په کې ډېری وخت ګڼه ګوڼه نه وي. عیني شاهدان وايي چې د چاودنې غږ ډېر لوړ و او تر لرو ځایونو یې ودانۍ خوځولې دي.