د اوه ډلې د خبرو غوښتنې ته د ایران ځواب څه دی؟
(last modified Tue, 01 Jul 2025 08:59:20 GMT )
Jul 01, 2025 13:29 Asia/Kabul
  • د اوه ډلې د خبرو غوښتنې ته د ایران ځواب څه دی؟

د اوه ډلې د هیوادونو خارجه وزیرانو له ایران سره د اټومي خبرو اترو د له سره پیلیدا او د تهران د اټومي پروګرام په هکله جامع او پایدارې موافقې ته د رسیدا غوښتنه کړي ده.

په هغه ګډه بیانیې کښې چې د کاناډا حکومت خپره کړي ده ویل شوي دي: له کاناډا، فرانسې ، جرمني ، ایټالیا ، انګلستان او امریکا څخه جوړې د اوه ډلې د باندنیو چارو وزیرانو او د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست  د مسوولې کایان کالاس د روان میلادي کال د جون په پینځویشتمه نیټه د هالینډ هیواد په هیګ کښې غونډه وکړه او د لویدیځې اسیا سیمې د وروستیو بدلونونو په هکله یې د نظر تبادله وکړه.

په دغه بیانیې کښې هغوې د ایران او د اسرائیلو ترمنځ له اوربند څخه په ملاتړ باندې ټینګار سره ادعا وکړه د ایران اسلامي جمهوریت باید هیڅکله اټومي وسلې ترلاسه نکړي او له ایران څخه یې وغوښتل چې د یورانیمو د بډایه کولو د نه توجیه وړ فعالیتونو له سره پیلولو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کښې دي چې ایران تل د اټومي وسلو د جوړولو په اړه ادعاګانې بې اساسه بللي دي.

اوه ډلې د خپلې بیانیې په دوام کښې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس  د سیف ګارډ له ژمنو سره سم له اټومي اژانس سره د ایران د سمدستي ملګرتیا غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ایران باید د خپلو ټولو اټومي موادو په هکله د حقیقت د معلومولو اطلاعات ورکړي او د اټومي اژانس د پلټونکو د لاسرسي اسانتیا برابره کړي.

په دغه بیانیې کښې یو د پام وړ ټکی په ایران باندې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د تیریو په هکله چوپتیا ده ، په داسې حال کښې چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس تر څارنې لاندې د ایران په سوله ئیزو اټومي مرکزونو باندې حملې شوي دي.

د ایران د باندنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی د امریکا له «سي بي ایس» ټیلي ويژن سره په مرکه کښې په روانه اونۍ کښې د خبرو اترو د له سره پیلیدا د احتمال په هکله د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ادعاګانو په هکله وویل دومره زر به خبرې اترې له سره پیل نشي.»

عباس عراقچي زیاته کړه خبرو اترو ته د بیرته ستنیدا په هکله د فیصلې د ترسره کولو لپاره باید ډاډ ترلاسه کړو چې امریکا یوځل بیا د خبرو اترو په وخت په ایران باندې پوځي بریدونه ونکړي دغو ملاحظاتو ته په پام سره اوس زیات وخت ته ضرورت لرو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې ټیکنالوژۍ او د یورانیمو د بډایه کولو ټیکنالوژۍ په بمباریو سره له مینځه نه ځي وویل د ایران سوله ئیز اټومي پروګرام په ملي عزت او افتخار بدل شوی دی.

عباس عراقچي دغه راز د ایران د اټومي تاسیساتو د تباه کیدا په هکله د امریکا ادعا ته په ځواب کښې وویل هیڅ څوک نشي کولای ټیکنالوژۍ او د یورانیمو د پخولو ټیکنالوژۍ په پوځي حملې سره تباه کړي. که چیرې اراده وکړو او دا ډول اراده شته چې یو ځل بیا په اټومي صنعت کښې پرمختګ وکړو نو جوګه به وو په چټکۍ سره رسیدلي تاوانونه او له لاسه ورکړل شوی وخت جبران کړو.

حاضردمه ایران له امریکا سره د نیغ په نیغه خبرو اترو دوام ته هیڅ ګروهنه نه لري.

دغه دریځ د څو کلیدي دلیلونو پراساس بڼه خپله کړي ده: ایران باوري دی امریکا له خبرو اترو د اختلافاتو د حل کولو لپاره نه بلکې د دباو د زیاتولو لپاره د یوه اړم په توګه استفاده کوي.

حتی د وروستیو غیر مستقیمو خبرو اترو په وخت امریکا د ایران پرضد بایکاټونه زیات کړي او پوځي اقدامات یې ترسره کړي دي.

دغه کړچارونه سبب شوي ایران دغه نتیجې ته ورسیږي چې په اوسنیو شرایطو کښې به خبرې اترې یوازې د یوه اړخیزه امتیاز ورکولو سبب شي.

ایران تر هغه وخته چې امریکا د بې ثباتۍ د رامینځته کونکو اقداماتو د بندولو او د بایکاټونو د لغو کولو په شمول په خپل کړچار کښې محسوس بدلون راوستل ونه ښيي نیغ په نیغه خبرو اترو ته هیڅ ګروهنه نلري.

د ایران او د امریکا ترمینځ په راتلونکي کښې هر ډول خبرې به احتمالا په غیر مستقیم ډول او د لیکل شویو موافقو په شان په قوي تضمیني مکانیزمونو سره ترسره شي چې د امریکا د ژمنو د ماتولو د تکرار مخه ونیسي.

امریکا او متحدان یې لومړۍ باید د بایکاټونو د لغو کولو په شان په تیرو ژمنو باندې عمل وکړي او د ایران په سوله ئیزو اټومي مرکزونو باندې د حملو په شان د لسمونکو اقداماتو د مخنیوي لپاره دې تضمین ورکړي.

د ایران اوسنی دریځ ښودنه کوي چې د امریکا د کړچار له بدلیدا او د عملي تضمینونو له ورکولو پرته اټومي خبرو اترو ته بیرته ورستنیدل امکان نلري.

ایران غوره ګڼي چې د اعتماد جوړونې د فضا تر رامینځته کیدا پورې له امریکا سره له نیغ په نیغه خبرو ډډه وکړي او د شرایطو د بدلیدا په بڼه کښې به د غیر مستقیمو خبرو اترو په هکله غور وکړي.