د کوریا کشتۍ د تخنیکي ستونزو په وجه نیول شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i95212-د_کوریا_کشتۍ_د_تخنیکي_ستونزو_په_وجه_نیول_شوې_ده
د ایران د خارجه وزارت ویاند په فارس خلیک کښې د جنوبي کوریا د تیل وړونکې کشتۍ د نیولو وجه فني او تخنیکي وبلله
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 05, 2021 07:48 Asia/Kabul
  • د کوریا کشتۍ د تخنیکي ستونزو په وجه نیول شوې ده

د ایران د خارجه وزارت ویاند په فارس خلیک کښې د جنوبي کوریا د تیل وړونکې کشتۍ د نیولو وجه فني او تخنیکي وبلله

د ایران د خارجه وزارت ویاند په فارس خلیک کښې د جنوبي کوریا د تیل وړونکې کشتۍ د نیولو وجه فني او تخنیکي وبلله

د جنوبي کوریا یوه کشتۍ پرون د فارس خلیج په اوبو کښې د تیلي ککړتیا جوړولو په وجه د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک له خوا نیول شوې ده.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سیعد خطیب زاده په دې هکله خبریالانو ته وویل چې دغه کشتۍ په سمندر کښې د ککړتیا جوړولو په وجه د ایران په قضايي حکم په دغه جرم یې د غور لپاره د ساحل په لور راوستې شوه .

هغه زیاته کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت د نورو هیوادونو په شان د ورته خلاف ورزیو په تیره بیا د سمندري ژواک چاپیریال د ککړولو په وړاندې ډیر حساسیت لري او په دې وجه ورسره د قانون په چوکاټ کښې چلند کوي.