د ټرمپ حکومت دې فارس خلیج سیمې ته د وسلوصادرات ودروي
مایک پمپئو ته په دغه لیک کې لیک راغلي دي ، په وروستیو اونیو کې ، خارجه وزارت د وسلو د صادراتو کابو اته اعلانونه لیږدلي دي ، چې له موجوده هغو رودو سره په بشپړ ډول توپير لري چې د کانګرس او مشرانو جرګې د بهرنیو چارو د کمیشنونو د مشرانو او لوړپوړو غړو په وسیله ئې مخکې دارزونې اجازت ورکوي .
ایرنا خبری آژانس راپور رورکړی ، د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو د کمیشن مشر او یو شمیر غړو د ډونالډټرمپ د حکومت په وروستیو شپو ورځو کې د وسلو د صادراتو د مجوز د صادرولو په نسبت سخت خبرداری ورکړ .
د ټرمپ د حکومت کرغیړن خارجه وزیر مایک پمپئو ته د ګریګوري ډبلیو میکس، آلبوسیرز، ټډدوټیچ، کارن باس ، ویلیّم آر کیټینګ، آمي برا او خواکین کاسترو په لیک کې په وروستیو شپو ورځو کې د وسلو دصادراتو لپاره د ټرمپ دحکومت د مجوزونو د بشپړ دریدا غوښتنه کړې ده .
د امریکا د کانګرس استازو ټينګار کړی ، دحکومت په وروستیو شیبو کې دو سلو د خرڅلاؤ هرډول اعلانیدا ، پر دوي د کانګرس بشپړ څارنې لپاره کافی وخت نه برابروي ، او خبرداری ورکوو، چې په هر ې هغې دوسیې کې به چې دحکومت په وسیله ، د کانګرس د دواړو ګوندونو له ملاتړ پرته ،ترسره شي ، بیا کتنه وکړي او لغوه به ئې کړي .